د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایېوا د چهارشنبې په ورځ د سپتمبر په ۱۷ مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د افغانستان د بشري وضعیت، طبیعي پېښو، اقتصادي ستونزو او د ښځو د حقونو د سختو محدودیتونو په اړه پراخې اندېښنې وړاندې کړې.
اوتونبایېوا چې ویدیو له لارې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خبرې کولې، وویل چې په افغانستان کې وروستیو زلزلو د خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی او د بیړنیو مرستو اړتیا خورا ډېره ده.
د یوناما مشرې، ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو د ژغورنې لپاره بېړنۍ او اوږدمهاله مرستې برابرې کړي.
خو هغې په ورته وخت کې یادونه وکړه چې د طالبانو له لوري د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز دوام د نړیوالې مرستې پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلی دی. د هغې په وینا، درې نیم کاله د نجونو ښوونځي تړلي پاتې دي او دا د یو نسل راتلونکی د خطر سره مخ کوي.
اغلې اوتنبایېوا وویل: ”یوې وروستۍ څېړنې ښودلې چې اکثره افغانان د نجونو پر زده کړو د بندیز مخالف دي، خو د طالبانو دا تګلاره د افغانستان اقتصاد ته هر کال ۱.۴ میلیارده ډالر زیان رسوي.”
اوتونبایېوا د بشري مرستو د څارنې او د ملګرو ملتونو د هڅو یادونه وکړه او ویې ویل چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې نړیوالو شاوخوا ۱۳ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.
هغې د کوکنارو او نشه يي بوټو د کرکېلې د کمېدو، د نسبي امنیت ټینګښت او د زندانونو د څارنې د حق ترلاسه کولو په څېر ځینې مثبت پرمختګونه هم یاد کړل. خو زیاته یې کړه چې د ښځو پر کار او زده کړو بندیز د مرستو رسول سخت محدود کړي.
د ښځو د حقونو د مدافع سازمان “Women’s Rights First” مرستیالې حنیفه ګیروال د افغانو ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د “قصدي بند پاتې کولو او استبداد” په نوم یادې کړې.
هغې د زرګونو افغانو ښځو په استازیتوب وویل چې افغانستان د خپلې معاصر تاریخ تر ټولو خراب بشري، سیاسي او اقلیمي بحران تجربه کوي، چې نه یوازې د افغانانو ژوند، بلکې د سیمې ثبات او نړیواله سوله ګواښي.
هغې د کندهار د یوې نجلۍ خبرې د دې وضعیت د ښودلو لپاره وړاندې کړې او داسې وویل: “هغې راته وویل، تر دې مهاله مې باید خپله ماسټري بشپړه کړې وای او د کندهار پوهنتون کې استاده وای، خو څلور کاله کېږي چې د خپلې راتلونکي په اړه پرېکړه نشم کولی. تر کومه وخته باید انتظار وباسو؟”
اغلې ګیروال زیاته کړه چې د نجونو د زده کړو بندیز یوازې د تعلیم د حق نه انکار نه دی، بلکې د ښځو د منزوي کولو، محرومولو او د ټولنې د نیمایي برخې د محکومیت قصدي سیاست دی.
اوتونبایېوا د امنیت شورا غړو ته وویل چې د افغانستان د کړکېچونو د حل یوازینۍ لار د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ “سالمه تعامل” دی، خو دا تعامل باید د افغانو ښځو او نجونو د حقونو په بشپړ درناوي ولاړ وي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر دې غونډې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وویل چې په افغانستان کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه "په بشپړه توګه د زغملو وړ نه دي" او "احمقانه" دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) درې ورځې وړاندې وویل چې طالب ځواکونو په کابل کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغانو ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو د ننوتلو مخه نیولې ده او په ټول افغانستان کې یې د ملګرو ملتونو دفترونو ته په لیکلي یا شفاهي ډول د دې بندیز په اړه خبر ورکړی دی.
ګوتریش د سې شنبې په ورځ، د سپتمبر په ۱۶مه په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «دا په مطلق ډول د زغملو نه دی، د زغملو نه بلکې احمقانه دی. څومره مو چې وس کېږي، هڅه کوو طالبان یې په ارزښت پوه کړو.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل: "دا د افغانستان په حیاتي ګټه ده چې ښځې بشري کارونه ترسره کړي او بشري مرستو ته لاسرسی ولري. زما په نظر دا [د طالبانو محدودیتونه] په بشپړ ډول د منلو وړ نه دي."
په کونړ ولایت کې وروستۍ زلزلې له ۲۲۰۰ څخه ډیر کسان وژلي او له ۳۶۰۰ څخه ډیر یې ټپیان کړي، له ۶۷۰۰ څخه ډیر کورونه یې ویجاړ کړي او شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ خلک یې بې کوره کړي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
فورم \ دبحث خونه