د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا متحده ایالاتو او آسټرالیا ګډ نظامي عملیات پیل کړل


د امریکا د متحده ایالاتو پوځ او د آسټرالیا پوځ نن خپل ګډ نظامي تمرینات پیل کړل چې هدف یې په سیمه کې د ثبات ساتلو ته د دواړو هیوادونو ګډ هوډ دی.

دا د امریکا او اسټرالیا ترمنځ تر ټولو غټ ګډ نظامي تمرینات دي چې په آسټرالیا کې ترسره کېږي او هدف یې دا دی چې د هند او آرام سمندر په سیمه کې، د سیال سیمه ایز هیواد چین په مقابل کې چې خپل نظامي قوت یې زیات کړی دی، د ثبات ساتلو دپاره د دواړو هیوادونو هوډ څرګند شي.

د یادولو وړ ده چې د تلیسمن سبرې ۲۵، په نامه تمرینات دوکاله مخکي په آسټرالیا کې ترسره شول. د امریکا او آسټرالیا ترمنځ دغه نظامي تمرینات په هرو دوو کلونو کې یو واري ترسره کږي او د سږکال په تمریناتو کې به، چې عین نوم لري، د امریکا، آسټرالیا او ۱۹ نورو ملګرو هیوادونو د ۳۰ زره نه زیات ځواکونه برخه واخلي.

په دې تمریناتو کې به د ځمکې، سمندر، هوا، فضا او انټرنیټ په ډګرونو کې تمرینات شامل وي او تمرینات به په زرګونو کلیومیټره سیمه تر خپل پوښښ لاندې راولي. دغه تمرینات به د آسټرالیا د سیمې څخه نیولې د پاپو نیو ګیني تر سیمې پورې په ساحه کې ترسره شي. دا لومړی ځل دی چې یادشوي تمرینات د پاپو نیو ګیني تر سیمې پورې غځېږي.

دغه تمیرینات د یکشنبې په ورځ د سیډني په بندر کې د ادیلایده په نامه د اسټرالیا د نظامي بیړۍ څخه پیل شول.

د آرام سمندر د سیمې دپاره د امریکا د قوماندانۍ مرستیال ډګر جنرال جیول بي واوول د یکشبنې د غونډې پرمهال وویل چې دغه تمرینات، چې څو اونۍ وخت به ونیسي، دوه هدفه لري: هغه داسې وویل: ،، لومړی دا چې مونږ آماده واوسو چې اقدام وکړو هر کله چې زمونږ هیوادونه پر مونږ غږ وکړي او دا په اصل کې د ممکنه حملو د مخنیوی دپاره ترسره کېږي ځکه زمونږ نهايي هدف دا دی چې جګړه ونسي.،،

د دوشنبې د ورځې په تمریناتو کې د آسټرالیا ځواکونو د لومړي ځل دپاره د امریکا له خوا جوړ شوي ام ۱۴۲ ډوله راکټي سیستم و آزمایه.

په دې تمریناتو کې چې د اصلي مهماتو څخه کار واخیستل شو او د آسټرالیا په ختیځ کې د کوینسلنډ په سیمه کې ترسره شول، امریکايي او سنګاپوري ځواکونو هم برخه واخیسته او دواړو لورو خپل د ام ۱۴۲ راکټي سیستمونه څخه په کښي کار واخیستی.

د آسټرالیا ددفاع وزیر پټ کانروی د یکشنبې په ورځ ددغه هیواد یوه داخلي تلویزون چینل ته وویل چې دا به نامعموله نه وي چې چین د تلیسمن سبرې ۲۵، په نامه دغه تمرینات خپل د کشفي بیړیوو په مرسته وڅاري ځکه پخوا یې هم دا کار کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG