د لاس رسي وړ اتصالات

د متحدو ایالتونو او چین ترمنځ د سوداګرۍ په اړه په لندن کې غونډه روانه ده


 متحده ایالتونه او چین د مۍ په ۱۲ نیټه د تعرفو د کمولو په اړه یوې ۹۰ ورځنۍ موافقه ته سره ورسیدل.‌
متحده ایالتونه او چین د مۍ په ۱۲ نیټه د تعرفو د کمولو په اړه یوې ۹۰ ورځنۍ موافقه ته سره ورسیدل.‌

د متحدو ایالتونو او چین مرکچیان د سې شنبې په ورځ د جون نهمه (د جوزا ۲۰) دوهمې ورځې لپاره په لندن کې خپلو خبرو ته ادامه ورکړې.‌ د دغو خبرو هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په اړه د تیرې میاشت د موقتي‌ موافقې ‌‌حفظ دی.

په خبرو کې د متحدو ایالتونو استازیتوب د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ،‌ د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنک او د تجارت استازی جېمیسن ګریر کوي.‌

او د چین لخوا بیا د هغه هیواد مرستیال لومړی وزیر هي لیفېنګ د خپل پلاوي مشري کوي.‌

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته د دوشنبې په ورخ ناوخته وویل چې خبرې «ښه روانې دي.»

د مي په ۱۲ نیټه، متحده ایالتونه او چین یوې ۹۰ ورځنۍ موافقه ته سره ورسیدل چې په ترڅ کې دواړو هیوادونو هوډ وکړ چې د یو بل په محصولاتو باندې به لګول شوي تعرفې کموي.‌ په دې وروستیو کې امریکا او چین د یو بل په محصولاتو باندې تعرفې تر ۱۰۰ فیصدو ډیرې کړي.‌

د پنجشنبې په ورځ، ولسمشر ټرمپ د چین د ولسمشر شي‌ جیپینګ سره په ټیلیفون اوږدې خبرې وکړي او دواړو خواوو فیصله وکړه چې مذاکرات به بیرته پيل کوي.

متحدو ایالتونو په چین اعتراض کړی چې د کمیابه خاورې په صادراتو یې محدودیتونه وضع کړي‌ دي. کمیابه خاوره د ځینو شرکتونو ، لکه د موټر او سیميکانډکټرانو د جوړولو شرکتونو،‌ لپاره حیاتي ارزښت لري.

چین بیا د امریکا لخوا د پرمختللو چیپونو د خرڅلاو په سر پر محدودیتونو اعتراض کړی. دغه چیپونه بیا د مصنوعي ځیرکتیا په ټکنالوجۍ کې استعمالیږي.

د بریتانیا حکومت وايي‌ چې که څه هم دوی د خبرو برخه نه دي‌ خو د خبرو کوربتوب یې کوي.

د بریتانیا حکومت په یوه بیان کې ویلي‌:‌ «موږ یو داسې هیواد یو چې د آزادې سوداګرۍ ملاتړ کوو او موږ تل واضح و چې تجارتي جګړه د هیڅ چا په ګټه نه ده.‌ نو موږ د دغه خبرو هرکلی کوو.»

د بریتانیا حکومت په یوه بیان کې ویلي‌:‌ «موږ یو داسې هیواد یو چې د آزادې سوداګرۍ ملاتړ کوو او موږ تل واضح و چې تجارتي جګړه د هیڅ چا په ګټه نه ده.‌ نو موږ د دغه خبرو هرکلی کوو.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG