د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ افغانستان د هغو هېوادونو په لست کې شامل کړی چې مخدره مواد په کې په ناقانونه توګه تولید کېږي او ترې ترانزیت او انتقال کېږي.
ولسمشر ټرمپ د متحدو ایالتونو کانګرس ته په خپلې کلنۍ استول شوې بیانیې کې ویلي دي چې یو شمېر طالبان د مخدره توکو له تجارت څخه ګټه ترلاسه کوي.
په دغې بیانیې کې راغلي دي چې د طالبانو له لوري د مخدره توکو په تولید او تجارت باندې له بندیز سره سره په افغانستان کې د مخدره موادو زېرمو او پرلپسې تولید نړیوالو بازارونو ته د دغو موادو انتقال روان ساتلی دی.
ولسمشر ټرمپ په خپلې بیانیې کې «افغانستان، پاکستان، چین، هند، بهاماس، بلیز، بولیویا، برما، کولمبیا، کوستاریکا، ډومینیکن جمهوریت، اکوادور، السلوادور، ګواتیمالا، هایټي، هاندوراس، جامیکا، لاووس، مکسیکو، نیکاراګوا، پاناما، پیرو او ونزویلا د مخدره توکو د انتقال او تولید مرکزونه» بللي دي.
د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د ۲۰۲۲ د اپریل په میاشت کې په افغانستان کې د مخدراتو کرکیلی، تولید او تجارت بند کړل، خو طالبانو په تېرو څو کلونو کې په وار وار د زرګونو کیلو ګرامه مخدره توکو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
متحدو ایالتونو همدغه راز په افغانستان کې د متامفتامین د تولید او زیاتوالي خبری ورکړی او وایي چې «د دغو مخدراتو عواید نړیوالې جنایتکارې ډلې تمویلوي او د نړیوالو ترهګرو ملا تړي».
متفامفتامین هغه ډول مخدرات دي چې په لابراتوار کې تولید کېږي او په افغانستان کې د «شیشه» په نوم هم پېژندل کېږي.
د ولسمشر ټرمپ په بیانیې کې راغلي دي چې د «مخدراتو د کنترول په اړه په خپلو ژمنو کې د پاتې راتلو له کبله او د متحدو ایالتونو ملي ګټو او نړیوال امنیت ته ورپېښو ګواښونو ته په پام سره یې» افغانستان د هغو هېوادونو په لست کې شامل کړی،چې مخدرات په کې تولید کېږي او ترانزیت کېږي.
د ملګرو ملتونو د مخدراتو او جرایمو سره د مبارزې څانګې د روان کال د مارچ په میاشت کې راپور ورکړ چې په افغانستان کې د نشه يي توکو تولید لس برابره زیات شوی او «لویه ګټه یې» د نشه يي توکو قاچاق کوونکو ډلو ته رسېږي.
د ګډ امنیتي تړون سازمان - روسیه، بلاروس، ارمنستان، قزاقستان، قرغیزستان، اوزبیکستان او تاجیکستان- تل په افغانستان کې د «ترهګرۍ د موجودیت، د وسلو او مخدراتو د قاچاقو» په اړه اندېښنه ښودلې او له افغانستان سره یې د دغه تړون د غړو هېوادونو د سرحدونو د امنیت په ټېنګولو ټېنګار کړی دی.
فورم \ دبحث خونه