د ټرمپ اداره د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې په څلورو قاضیانو باندې په دې بندیزونه لګولي چې د حماس خلاف یې په غزې او لویدیځې تړانګې کې د اسرائیل د جنګي جنایاتو د ادعاو په اړه یې تحقیقات کول. محکمې او اروپايي اتحادیې بیا دغه اقدام غندلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې په قاضیانو باندې، چې د بنین، پیرو،سلوانیا او یوګندا اتباع دي، بندیزونو کې د سفر بندیز او په امریکا کې د دوی د شتمنیو کنګلول شامل دي.
دغه د امریکا د حکومت وروستۍ هڅه ده چې محکمه او د محکمې چارواکي په دې تادیب کړي چې د اسرائیل او امریکا په اړه تحقیقات کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوه بیان کې وویل: «د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې قاضیان، دغه څلور کسان د محکمې په غیرقانوني او بې بنسټه اعمالو کې چې امریکا او د امریکا نږدې ملګری هیواد اسرائیل یې هدف دي فعالانه برخه درلوده.»
هغه زیاته کړه: «د جنايي جرمونو نړیواله محکمه سیاسي شوې ده او په دروغو ادعا کوي چې د کوم محدودیت پرته دا واک لري چې د متحده ایالتونو او د زموږ د ملګرو هیوادونو د اتباعو څخه تحقیقات وکړي، تور پرې ولګوي او محاکمه یې کړي.»
روبیو زیاته کړه: «دغه خطرناکه ادعا او د قدرت نه ناوړه ګټه د امریکا او زموږ د متحدینو، چې اسرائیل په کې شامل دی، ملي حاکمیت او ملي امنیت نقض کوي.»
امریکا د اسرائیل د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې غړي نه دي. دوی همدراز دغه محکمه چې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نیولو امر یې کړی په رسمیت نه پيژني.
محکمې د نتنیاهو د نیولو امر په غزې کې د اسرائیل د پوځ د جنګي جرمونو د ادعاو په خاطر صادر کړی دی. اسرائیلو دغه تورونه ردوي.
اسرائیلو په غزې کې وروسته له هغه پوځي عملیات وکړل چې د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشتې کې په اسرائیلو برید وکړ.
د جمعې په ورځ د جنايي جرمونو د نړیوالې ادارې مشرتابه هیات چې د محکمې د ۱۲۵ غړو هیوادونو استازیتوب کوي د قاضیانو خلاف د امریکا د غچ اخیستني پریکړه وغندله.
دغه اقدام په داسې حال کې شوی دی چې اروپايي اتحادیې د جنايي جرمونو د نړیوالې محکمې څخه ملاتړ کی دی او د دغه اتحادیې غړی هیواد سلوانیا ویلي دي چې هڅه به وکړي چې اروپايي اتحادیه خپل د قدرت نه کار واخلی او دا اطمیناني کړي چې دغه بندیزونه په اروپا کې عملي نه شي.
د اروپايي کمیسیون رئیس، اورسولا فان دېر لاین په خپل اکس پاڼه لیکلي: «د جنايي جرمونو نړیواله محکمه د نړۍ تر ټولو سختو جرمونو د مرتکبینو سره حساب او کتاب کوي او مظلومینو ته د غږ پورته کولو زمینه مساعده کوي. نو دغه باید چې د کوم فشار بغیر په خپلواکۍ سره عمل وکړي.»
انتونیو کوسټا د اروپايي شورا چې ۲۷ غړي هیوادونه لري رئیس دی. هغه وویل چې دغه محکمه د «نړیوال عدالت بنیاد تشکیلوي» او خپلواکي او بشپړتیا یې باید حفظ شي.
د بشري حقونو د څار ډلې د نړیوال عدالت رئیس، لیز ایونسن وویل چې د ټرمپ د ادارې بندیزونه «په دې هدف لګوي چې د جنايي جرمونو نړیواله اداره د دې نه منع کړي چې په اسرائیلو او فلسطین کې جدي جرمونه شویدي او د په غزې کې د اسرائیلو ظلم، د امریکا په همکارۍ، لا دوام لري.»
فورم \ دبحث خونه