د لاس رسي وړ اتصالات

پر اسراییلي معترضانو باندې د صدراعظم نتنیاهو نیوکه


د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسرائیل صدراعظم بنیمامن نتنیاهو په هغو اسرائیلي معترضانو انتقاد وکړ، چې په غزې کې د جکړې ختمېدل غواړي.

نوموړي د خپلې کابینې په اونیزې غونډې کې وویل: «هغه کسان چې د حماس له ماتولو پرته د جګړې ختمېدل غواړي، یوازې دا نه چې د حماس دریځ ټېنګوي، بلکې د یرغمل شویو ازادول اوږدوي او د اکتوبر د اوومې نېټې په څېر پېښو تکرار هم تضمینوي او د دې لامل کېږي چې زموږ هلکان او نجونې په یو داسې جګړې کې وجنګېږي چې پای نلري.»

نتنیاهو په غزې باندې د اسرائیل دایمي امنیتي کنترول د جګړې د ختمېدو لپاره شرط وګڼه او ویې ویل، چې یوازې د حماس د بې وسله کولو لپاره ټېنګار نه کوي، بلکې په خبره یې د وخت په تېرېدو سره به غزه غير نظامي کړي.

د یکشنبې په ورځ سلګونه زره اسرائيلیانو په اسرائیل کې مظاهره وکړه او د نتنیاهو په تګلارو یې انتقادونه وکړل. د دغو معترضانو شمېر تقریبآ ۳۰۰ ښودل شوی، هغوی په غزې کې د جګړې د ختمېدو او د یرغمل شویو د خلاصون غوښتنه وکړه.

شاوخوا درې اونۍ مخکې ولسمشر ټرمپ له نتنیاهو سره په تیلیفون کې «د جګړې د ختمېدو، د یرغملو ازادولو او د حماس د ماتولو» په اړه خبرې وکړې.

تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ په غزې کې بشري وضعیت ته په کتو ویلي وو: «په غزې باندې د کنترول مسئله، په اسرائیل پورې اړه لري، زما لومړیتوب اوسېدونکو ته د غذايي موادو برابرول دي.»

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د حماس د ترهګرې ډلې غړو په اسرائيل برید وکړ، شاوخوا ۱۲۰۰ تنه اسراییلیان یې ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG