سږ کال په دوه سوه او نهه زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې تېر کال بیا د کوکنارو د کښت اندازه یو لک او څلور پنځوس زره وه، د سږني کال اندازه د دوه زره او اووم میلادي کال چې هغه کال هم د کوکنارو د کر له پلوه ډېروالی په کې راغلی وو، شپاړس زره هکټاره ډېر کوکنار کرل شوي دي، ددې ترڅنګ په ۲۰۱۳میلادي کال کې د تېر کال په پرتله د مخدره موادو په تولید کې هم سم نیمايي زیاتوالی راغلی دی، د سږني کال تولید پنځه زره او پنځه سوه ټنو ته رسیږي، چې دا اندازه په ۲۰۱۲میلادي کال کې ۳۷۰۰مټرک ټنه وه، د کر په نسبت د تولید د کمښت یو لامل په سویلي ولایتونو کې چېرې چې کوکنار زیات کرل کیږي، د هواء او اقلیم بد او نا مناسب وضعیت ښودل شوی دی.
د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې د ادارې په دغه سروې کې چې چهارشنبې په ورځ په کابل کې خپره شوه، ویل شوي دي چې سږ کال پنځه لس ولایتونه د کوکنارو له کر خالي وو، پداسې حال کې چې تېر کال له کوکنارو د تشو ولایتونو شمېر اوولسو ته رسېده، بلخ او فاریاب هغه دوه ولایتونه دي چې سږ په کې کوکنار کرل شوي دي.
افغان حکومت دغه زیاتوالی د اندېښنې وړ نه بولي او پړه په ترهګرو ور اچوي خو د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرایمو سره د مبارزې اداره یو این او ډي سي بیا دا زیاتوالی جدي ګڼي او د افغانستان ثبات، پرمختیا او روغتیا ته یې لوي ګواښ بولي.
له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت سرپرست دین محمد مبارز راشدي په یوه خبري کنفرانس ددغه سروې د اعلان په مهال وویل، په سږني کال کې د کوکنار د ډېرښت خپل لاملونه دي او لوی لامل یې ناامني ده.
د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال جنرال باز محمد احمدي، بیا وویل دوی دومره ظرفیت نه لري چې د کوکنارو د کښت په تناسب عمل وکړي، هغه وویل د بدیل معیشت ترڅنګ دې له زور هم کار واخېستل شي او د کوکنارو د اړولو قطعه دې بېرته فعاله شي.
جنرال احمدي وویل، تر دې دمه له مخدره موادو سره سمه مبارزه نده شوې .
هغه وویل :
"دا یو ملی ګواښ دی، په ملي کچه باید له دې سره مبارزه وشي، زه ویلی شم چې تراوسه زه احساس کوم سره له دې چې اعلان کیږي، ولی مونږ حاشیه وی په هغه حد کې چې لازم وي، په هغه کچه په ملي او بین المللی کچه مبارزه نده شوې."
نوې هڅې
له مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت سرپرست چې لا هم د پارلمان نه یې د باور رایه نده اخېستې وايي، غواړي په جدیت له دې وروسته له مخدره موادو سره مبارزه وکړي، د هغه په ويناء واليان کار ته اړوي، د پارلمان له غړو به د مبارزې تمه کوي او د حکومت په اړوندو ادارو کې چې له مخدره موادو سره مبارزه کوي، د همغږۍ او ګډ کار میکانیزم به ایجادوي.
مبارز راشدي وویل چې ۷ملیارده ډالر له مخدره موادو سره په مبارزه لګول شوي دي او په نړیوالو به غیری ضروری مصرف بند کړي.
بل لورته په افغانستان کې د یو این او ډي مشر جان لوک لمهایو بیا وویل، پالیسۍ دې وکتل شي، مبارزه دې جدي شي او په راتلونکې کې مبارزه په ګډه له جدیت سره پرمخ یووړل شي خو هغه وویل ګواښونه واړه ندي.
Your browser doesn’t support HTML5
په افغانستان کې د کوکنارو د کرکیل زیاتوالی-رپوټ
بيې او ۲۰۱۴
سږ کال یو کیلو ګرام اپين په ۱۴۵ډالرو خرڅیږي، خو دا بيه د تېر کال په نسبت کمه ده، د سږني کال بیه د ۲۰۰۶او ۲۰۰۸کلونو په نسبت بیا لوړه ده، سروې وايي خلکو ځکه د کوکنارو کر ته مخه کړې ده چې په ۲۰۱۴کال د نړیوالو له وتلو سره، د نامعلومې ایندې نه د بد حالت سره د مخ کېدو په ویره کې دي.