جمهور رئيس حامد کرزي د مشورتي لويې جرګې د پای مراسمو ته وویل چې ددې تړون د تائید سره جوخت امریکايي ځواکونه نور عملیات نه شي کولی.
له څلور ورځو کار او بحث وروسته نن مشورتي لویې جرګې له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون تائید کړ او له جمهور رئيس حامد کرزي یې وغوښتل چې د ملي شورا له تصویب وروسته دې ددې کال تر پایه دا تړون لاسلیک کړي.
د مشورتي لويې جرګې په پریکړه لیک کې جمهور رئيس حامد کرزي او د امریکا حکومت ته یو لړ سپارښتنې شوي دي چې پکې د افغانانو دیني ارزښتونو، دودونو ته احترام، د سولې پروسې سره مرسته، قضائي صلاحیت او د امکان تر بریده په افغانستان کې د امریکا په نظامي اډو کې د محاکمو ترسره کیدل، کیمیاوي وسلو نه کار نه اخستل، د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز، د بهرنیو حملو دفاع، د قرارداد الزامي ضمانت، د ګوانټنامو د ۱۹ افغان بندیانو افغانستان ته سپارل، د افغان حکومت د اجازي پرته د دریم هیواد په خلاف د افغانستان د خاوري نه کار نه اخستل، د انترنیټ او د مخابراتو له نورو وسایلو نه د افغانانو په خلاف د جاسوسې لپاره کار نه اخستل او یو لړ نورو مسایلو د جرګې په دي پریکړه لیک ځای ورکړل شوي دي.
Your browser doesn’t support HTML5
د لویې جرگې وروستنۍ پریکړه
جمهور رئيس د خپلې وينا په پیل کې وویل که د جرګې د پرېکړو په اساس او امنیتي تړون له تائيد وروسته امریکايي ځواکونه نور د افغانانو کورونو ته د ننوتلو حق نلرې.