د عراق د بهرنیو چارو وزیر وايي، افغان حکومت ته یې له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک کولو په تړاوو د عراق د حکومت تجربې بیان کړي دي.
هوشیار زیباري چې نن دوشنبه په افغان پلازمینه کابل کې وو، وویل افغان حکومت سره یې هغه تجربې شریکي کړي دي چې څنګه دوی و توانېدل له امریکا سره داسې ورته یو تړون بشپړ کړي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست سره یو ځای خبریالانو ته وویل، دا چې افغانستان اوس د لېږد په پروسه کې دی او د عراق په ګډون افغان امنیتي ځواکونه هم د امریکا مرستو ته اړتیا لري نو ددغه تړون د بشپړولو لپاره یې خپلې تجربې افغانانو ته ویلي دي.
هوشیار زیباري وویل د تجربو شریکول یې ګټور وو.
"زه فکر کوم چې د تجاربو شریکول ګټور وو، دا چې څنګه عراق د داسې یوه تړون بشپړ کول اداره کړل، ترڅو عراقي امنیتي ځواکونه له یوه اړخه د امریکا مرستې ترلاسه کړي او بل لورته د امنیتي ګواښونو ځواب ووايي."
هوشیار زیباري له جمهور رئيس حامد کرزي او له یو شمیر نورو افغان چارواکو سره هم کتلي دي.
Your browser doesn’t support HTML5
کابل ته د عراق د بهرنیو چارو د وزیر سفر
جمهور رئيس حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک کول هغه مهال ته پریښي چې امریکا یې شرایط ومني، دغه شرایط جمهور رئيس په مشورتي لویه جرګه کې بیان کړل.
دا لومړی وار دی چې د عراق لوړ پوړی دولتي چارواکی افغانستان ته راځي، البته له هغه وروسته چې امریکا عراق ته ننوته.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر هوشیار زیباري دا هم وویل چې افغانستان او عراق دواړه له ورته دردونو رنځيږي او یو د بل په رنځ ښه پوهیږي.
هغه وویل افغان سیاستوالو ته یې د عراق د ترهګرۍ ضد جګړې او مبارزې تجربې هم بیان کړي دي.
د عراق او افغانستان اړېکې
دواړو هیوادونو په خپلو پلازمینو کې سفارتونه پرانېستي دي، خو اوس هڅه دا ده چې د عراق او افغانستان ترمنځ سیاسي او ډيپلوماټیکي اړېکې پسې پیاوړې شي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر وویل، په خپلو کې ډيپلوماسي به پياوړي کوي او رسمي سفرونه به زیاتوي هغه وویل عراق او افغانستان تاریخي ګډې اړېکې لري او غواړي چې وې پالي.