سناتور ګراهم ددې غوښتنه وکړه چې دا زندانیان دې د افغان قضايي قووې له خوا تر محاکمې لاندې ونیول شي او یوه کمېټه دې پریکړه کوونکې نه وي.
سناتور لینزي ګراهم وویل: «که دا خوشې کول وشي، دا به د تړون ماتول وي، دا به د قانون د تطبیق خلاف وي، دا به شا تګ ته لوی ګام وي، او دا به د امریکا او افغانستان د خلکو په راتلونکو اړیکو ډېره منفي اغیزه ولري."
امنیتي تړون
د درې واړو سناتورانو دا سفر له دې اړخه هم مهم ګڼل کیږي چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون د ژر لاسلیک کولو مسئله لا هم توده ده.
امریکايي سناتور جان مکین چې په امریکا کې پېژندل شوی سناتور دی وايي، له جمهور رئيس حامد کرزي سره د غرمنۍ په اوږدې کتنه کې دا ورته معلومه شوي چې دا تړون به ژر لاسلیک شي.
ژر، خو لا هم کره نېټه نشته چې کله؟ له جان مکین و پوښتل شول چې ایا په ورځو او اونیو کې؟ هغه وویل، هو په ورځو او اونیو کې، بلکل.
مکین وايي، د امنیتي تړون په سر اختلافات را کم شوي دي. « زه باور لرم چې دا اختلافات خورا کم شوي دي، او مونږ جمهور رئیس کرزي ته د امنیتي تړون په تړاو د وخت د حساسیتونه واضح کړي دي او هغه اوس پدې ښه پوهیږي."
Your browser doesn’t support HTML5
د امریکایي سناتورانو د خبري غونډې رپوټ
د جمهور رئيس د سولې د راوستو په غوښتنه کې امریکا له پخوا ژمنه وه، او که دا تړون ژر لاسلیک شي نو طالبان به و پوهیږي چې امریکا له افغانستان سره اوږده ملګرتیا پالي نو سولې ته به اړ شي.
سناتور جان مکین وویل، د تړون لاسلیک کول د امریکا کانګرس ته خورا مهم دي چې پدې ژر بحث وکړي څو د امریکايي عسکرو راتلونکی ماموریت او افغان امنیتي ځواکونو ته د پنځه ملیارده ډالرو په بودېجو باندې کار وکړي. هغه وویل چې نه غواړي د عراق تجربه په افغانستان کې تکرار شي.
درې واړو سناتورانو د جمهوري ریاست له کاندیدانو سره هم کتلي دي، خو یوازې له دوو کاندیدانو سره ، جان مکین د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې وویل په پام کې وه چې له پنځو کاندیدانو سره وګوري، خو ځېنې یې له افغانستان بهر وو او ځېنې یې په نورو ځایونو کې بوخت وو.