د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو آسیا ته لومړی سفر کوي

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جولای د ۸ مې څخه تر ۱۲ مې پوري آسیا ته سفر کوي چې دا به د امریکا د باندنیو چارو د وزیر په توګه د هغه لومړی سفر وي چې سیمې ته یې کوي.

ټاکل شوې چې ښاغلی روبیو به د مالیزیا پلازمینې کولالمپور ته سفر وکړي چې د امریکا او جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو د سازمان یا ایسیان په غونډه کې برخه واخلي او دغه راز به د جنوب ختیځې آسیا د باندنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې هم ګډون وکړي او د ایسیان سازمان د سیمه ایزو هیوادونو د باندنیو چارو د وزیرانو په جلسه کې به هم برخه واخلي.

ټاکل شوې چې په دې سفر کې ښاغلی روبیو د مالیزیا د لوړپوړو حکومتي چارواکو سره هم لیده کاته وکړي.

ښاغلی روبیو به آسیا ته خپل د لومړي سفر په ترڅ کې د ارام سمندر سیمې ته د امریکا پر تعهد باندې یو ځل بیا ټینګار وکړي چې غواړي دغه سیمه آزاده، مصونه او خلاصه وي.

ښاغلی روبیو به ددغه سفر په ترڅ کې د ایسیان د سازمان سره د امریکا هراړخې ستراتيژیکې ملګرتیا ته اشاره وکړي چې څنګه دغه ملګرتیا د امریکا خلکو او د جنوب ختیځې آسیا د سیمې خلګو ته ګټه رسوي او ښه نتایج لري او دغه راز به د مالیزیا سره د امریکا پر هر اړخیزې ملګرتیا چې امریکا یې لا ودې ته متعهده ده، تاکید وکړي.