ولسمشر ټرمپ په غزه کې پر کلیسا د برید په هکله د نیتانیاهو سره خبرې کړي

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر ټرمپ د اسرایلو لومړي وزیر بنجامین نتانیاهو ته چې د امریکا یو نږدې متحد دی، زنګ وهلی دی چې د پنجشنبې د ورځې د پیښې په هکله چې د اسرایلو پوځ په غزه کې یوه کلیسا په نښه کړه، د اسرایلو د مشر سره خبرې وکړي. په دې پیښه کې څو تنه ووژل شول او ټپیان شول.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرولین لیوټ پرون د پنجشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل چې پیښې ته د ولسمشر غبرګون مثبت نه و، او ولسشمر نیتانیاهو ته زنګ ووهی چې دغه موضوع ورسره مطرح کړي.

هغې داسې وویل،، غبرګون مثبت نه و. هغه لومړي وزیر نیتانیاهو ته نن سهار زنګ ووهی چې په غزه کې پر کلیسا باندې د بریدونو پر موضوع خبرې ورسره وکړي. زما برداشت دا دی چې لومړي وزیر موافقه وکړه چې ددې موضوع په هکله بیانیه خپره کړي. دا د اسرایلیانو له خوا اشتباه وه چې د کاتولیکانو کلیسا یې په نښه کړله او همدغه خبره لومړي وزیر ولسشمر ته وکړه.،،

ښاغلي نیتانیاهو په خپلې بیانیې کې وویل چې ،، اسرایل په ژوره توګه خواشینی دی چې خطايي مهمات د غزې پر کلیسا لګیدلي دي. هر معصوم ژوند چې په دې پيښه کې ضایع شوی یوه تراژیدي ده او مونږ د قربانیانو د کورنیوو او د عسیوي مذهب د پلویانو سره غم شریکي څرګندوو.،،

د لومړي وزیر نیتانیاهو د بیانیې وروسته د اسرایلو پوځ بیانیه خپره کړه او په کښي یې خپل د لومړنیو تحقیقات پایلې په ډاګه کړې.

د اسرایلو پوځ د اکس ټولنیزې شبکې پر پاڼه په یوه پوست کې ویلي دي چې د دوي څیړنې ،،ښيي چې د هغو مهماتو چرې چې دوي په سیمه کې ترسره کول، په غلطۍ سره پر دې کلیسا لګیدلي دي.،،

د اسرایلو پوځ دغه راز ویلي دي چې ددوي د بریدونو هدف یواځي نظامي اهداف وي او هره هڅه کوي چې ملکیانو ته او مذهبي تاسیساتو ته په کښي زیان ونرسږي او دا چې دوي د غیر ارادي زیان له کبله چې دغو حملو رامنځ ته کړی دی خواشیني دي.

اسرایل د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر د میاشتې راهیسې کله چې پر اسرایلو برید وشو، په غزه کې د حماس د ترهګرې ډلې پرضد جګړه کوي.

په بیت المقدس کې د لاتینې کلیسا مسولین وايي چې په دې برید کې د پاریش په نامه اقلیت مذهبي ډلې پادري ګبریل رومنالي په ګډون درې تنه وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي.

په عین حال کې د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پوپ لیو د اکس پر شبکې په یوه پوست کې لیکلي دي چې په غزه کې پر کلیسا باندې په برید کې د مرګ ژوبلې د خبر په اوریدو ډیر خواشینی شوی دی.

پوپ داسې ویلي دي،، زه د پریش ټولنې ته خپل د روحاني نږدېوالي تضمین کوم او د هغو کسانو روح ته دعا کوم چې مهربان خدای ته ستانه شوي او کورنیوو ته یې دعا کوم او ټپيانو ته دعا کوم. زه یوځل بیا خپل غږ پورته کوم او د سمدستي اوربند غوښتنه کوم. یواځي خبرې اترې او بیا پخلاینه د تل پاتې سولې تضمین کولای شي.،،

ښاغلي نیتانیاهو په خپلې بیانیې کې ویلي چې دغه هیواد د رامنځ ته شوې پیښه په هکله تحقیقات کوي او،، دې ته ژمن دی چې ملکیان او مقدس ځایونه وژغوري.،،

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاند تمي بروس پرون د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې واشنګټن د نیتانیاهو غبرګون ته د بخښنې په سترګه ګوري او دا ،،یو ښه پیل،، دی چې وروسته به د اسرایلو پوځ د پيښي د رامنځ ته کیدو د څرګنوالي په هکله خپل تحقیقات وکړي.

اسرایلو تل دا ویلي دي چې حماس ځان د غزې د ملکیانو په مینځ کې پټوي او د مکلیانو څخه د انساني سپر په توګه کار اخلي.

تراوسه پوري کوم ریپوټ نه دی راغلی چې د کلیسا ددې حملې پرمهال په سیمه کې د حماس ترهګر موجود وو او که نه.