د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په فرانسه کې د امریکا د سفیر چارلس کوشنر د هغو څرګندونو ملاتړ کوي چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ته یې په یوه لیک کې پر هغه هېواد تور لګولی چې د یهود ستیزۍ پر ضد د مبارزې لپاره کافي کار نه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګوټ د یکشنبې په ماښام وویل: "سفیر کوشنر په فرانسه کې زموږ د متحدو ایالتونو د حکومت استازی دی او په دې رول کې زموږ د ملي ګټو د پرمختګ لپاره عالي دنده ترسره کوي."
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دوی کوشنر ته د دوشنبې په ورځ د اروپا او بهرنیو چارو لپاره د فرانسې وزارت ته د هغه لیک په ځواب کې د حاضریدو غوښتنه کړې چې پکې د متحدو ایالتونو سفیر ویلي وو چې امریکا "په فرانسه کې د یهودانو ضد احساساتو کې د پام وړ د زیاتوالي" او "د هغې په وړاندې د مبارزې لپاره د کافي اقداماتو د نشتوالي" په اړه اندیښمنه ده.
په هغه لیک کې چې د یکشنبې په ورځ په وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه کې خپور شوی، کوشنر د فرانسې هغه پلان ته اشاره کړې چې راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې په رسمي ډول د فلسطین دولت په رسمیت پیژني، او ویلي یې دي چې دا به "افراطیان وهڅوي، تاوتریخوالي ته لمن وهي، او په فرانسه کې به د یهودانو ژوند په خطر کې واچوي."
فرانسې وویل چې په لیک کې شامل تورونه په کلکه ردوي او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې نیټې د حماس له ترهګریز برید وروسته د یهودانو پر ضد د فعالیتونو زیاتوالی یې "د خواشینۍ وړ" بللی دی.