د امریکا د عدليې وزارت وایي چې د افغانستان یو تعبه، نصیر احمد توحیدي، د متحدو ایالتو په خاوره کې د ترهګریز برید د پلان جوړولو او د اسلامي دولت ډلې (داعش) سره د ملاتړ په تور فدرالي محکمه کې اعتراف کړی دی.
د امریکا د عدلې وزارت په خبرپانه کې چې د جمعې په ورځ جون ۱۳ (جوزا ۲۳) خپره شوه ویل شوي چې توحیدي پلان جوړ کړی و او وسلې یې ترلاسه کړې وي چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵مه، د امریکا د انتخاباتو په ورځ یو تروریستي برید ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مشر کاش پټیل له قوله ویل شويدي چې «دغه پلان د امریکا د تحقیقاتو د فدرالې ادارې (FBI) او زموږ د شریکانو د ښې همکارۍ په نتیجه کې کشف او ناکامه شو.»
نصیر احمد توحیدي، چې ۲۷ کلن دی او په اوکلاهوما ښار کې اوسېده د یو بل کس سره چې عبدالله حاجی زاده نومیږي د اکتوبر په ۷ نیټه ونیول شو.
په دې قضیه کې دویم مهم کس، عبدالله حاجيزاده، چې ۱۷ کلن ځوان و، هم د توحیدي سره یو ځای د اکتوبر په ۷ نیټه نیول شوی.
خبرپاڼه وايي چې حاجي زاده د وسلو په رانیولو کې د توحیدي سره همکارې کوله او د اپریل په میاشت کې یې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
په خبرپاڼې کې راغلي دي چې د محکمې د اسنادو له مخې، توحیدي دا منلې ده چې د ۲۰۲۴ کال د جون او اکتوبر د میاشتو ترمنځ یې د لږ تر لږه یو بل کس سره توطیه جوړه کړې وه چې دوه AK-47 ډوله توپکونه یا کلاشینکوفونه، ۵۰۰ مرمۍ رانیسي او د داعش په استازیتوب د انتخاباتو په ورځ برید وکړي.
د عدليې وزیر مرستیال، پملا بانډي، وویل: “هغه کسان چې د امریکا له ازادۍ څخه ناوړه استفاده کوي، د ترهګرۍ هڅه کوي، او د داعش په څیر ډلو سره مرسته کوي، باید پوه شي چې موږ به هغوی ته هېڅ زغم ونه لرو. هغوی به محاکمه کېږي، تابعیت به ترې واخیستل شي، او له هېواده به وایستل شي.”
توحیدي اوس د فدرالي قانون له مخې د ترهګرۍ د دوو جدي جرمونو له امله تر ۳۵ کلونو پورې بند باندې محکومېدای شي او حاجي زاده د ۱۵ کلونو د بند سره مخامخ کیدای شي.