ولسمشر ټرمپ وایي د غزې د جګړې د پایته رسولو دپاره حماس باید د امریکا له خوا وړاندې شوی پلان ومني یا د اسراییلو له خوا له تباهۍ سره مخ شي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د طالبانو له زندان څخه د یو امریکايي وګړي امیر امیري د خوشي کېدو خبر ورکړی دی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې اسراییلو ته به اجازه ورنه کړي چې لویدیځه غاړه ضمیمه کړي. هغه وویل نوموړي د دې موضوع په اړه له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو وايي، دا یو تاریخي فرصت دی چې سوریه او لبنان د ایران او د حزبالله د ترهګرې ډلې له نفوذ څخه پرته ثبات ومومي، هغه وايي دا داسې یو فرصت چې دوه کاله مخکې یې تصویر هم نه کېده.
اروپايي ټولنې مشرانو او د اوکراین ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي کلنۍ غونډې کې د ولسمشر دونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو هرکلی کړی، چې په اوکراین کې د روانې جګړې له کبله ممکن په روسیې باندې سخت بندیزونه ولګوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، نن پر نړیوال ستېژ، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته خپله وینا واوروله. نوموړي په خپلې وینا کې د نړیوالو بحرانونو په اړه خبرې وکړې، د امریکا لاسته راوړنو یې برجسته کړې او د ملګرو ملتونو پر رول یې نیوکه وکړه. مونږه تاسو ته دا وینا په بیلو برخو کې وړاندې کوو.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ، به د سه شنبې په ورځ، د سپتمبر په ۲۳مه، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې چې په نیویارک کې جوړیږي، وینا وکړي او د امریکا پر بهرنۍ پالیسۍ او دیپلوماسۍ د خبرو ترڅنګ د جګړو په پای ته رسولو کې د امریکا رول برجسته کړي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو په اتیایمې عمومي غونډې کې وینا کوي. په دغې غونډې کې به د مصنوعي ځېرکتیا، اقتصاد، د جګړو د ختمولو او په خاص ډول د اوکراین د جګړې او نورو مسائیلو په اړه خبرې کېږي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د سپتمبر ۲۱ مه د اریزونا ایالت په فوټبال سټېډیم کې د لسګونو زرو امریکایانو سره د وژل شوي سیاسي فعال، چارلي کرک د یاد غونډې کې ګډون وکړ.
د یکشنبې په ورځ د سپتمبر۲۱مه نېټه به د متحدو ایالتونو د اریزونا په فونیکس کې د محافظه کاره فعال اغیزناک شخصیت چارلي کرک د یاد مراسم ترسره کېږي او ولسمشر دونالډ ټرمپ، مرستیال ولسمشر جی ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو یې عمده ویناوال دي.
نور پورته کول