د روغتیا نړیوال سازمان: ښایي تر ۲۰۳۰ پورې غیر ساري ناروغۍ د ۶۰ سلنې افغانانو د مړینې سبب شي

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل نوي رپوټ کې وایي چې په افغانستان کې غیر ساري ناروغۍ لکه د زړه ناروغي، شکر، سرطان، او مزمنې تنفسي ستونزې د عامې روغتیا په سیسټم باندې دروند بار اچولی دی.

رپوټ زیاتوي چې دا ناروغۍ په هیواد کې د ۴۳ سلنې مړینو لامل ګرځي او په ځانګړي توګه یې میرمنې زیاتې اغېزمنې کړې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي تمه ده چې دا شمېره به تر ۲۰۳۰ کال پورې د ۶۰ سلنې نه هم ور واوړي.
همداراز، د نشه‌يي توکو کارول او د ترافیکي پېښو په زیاتیدلو سره دا ستونزه نوره هم زیاته شوې ده.

یوازې د زړه ناروغۍ هر کال له ۴۰ زرو ډېر افغانان مړه کوي، چې پدې سره یې افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو په کتار کې شامل کړی چې تر ټولو زیات شمیر خلک یې د زړه د ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي

په رپوټ کې د لازمو درملو او اسانتیاو پر نشتوالي هم اندېښنه څرګنده شوې ده.

رپوټ وایي زرګونه کورنۍ د ضروري درملنې لپاره اوږدو کتارونو کې ولاړې وي او د اکثرو درملنه ځکه اغېزناکه نه وي چې د ناروغۍ په وروستیو مرحلو کې وي.

پدې رپوټ کې رواني روغتیا یوه بله له پآمه غورځول شوې، ستره ستونزه بلل شوې ده.

د رپوټ پر بنسټ د جګړو، طبیعي ناورینونو او بې‌ځایه کېدلو له امله افغانان له رواني اړخه زیات زیانمن شوي دي.

اټکل کېږي چې له هرو پنځو افغانانو څخه یو یې رواني ستونزې لري، خو په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د خدماتو نشتوالي، دا ستونزه نوره هم شدیده کړې ده.

په رپوټ کې ویل شوي چې د روغتیا نړېوال سازمان د افغان چارواکو سره د وضعیت پر بهترولو کار کوي.

رپوټ زیاتوي چې د تیرې مارچ په میاشت کې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت یوه نوې پاليسي تصویب کړه چې غیر ساري ناروغیو، سرطان، او رواني روغتیا ته لومړیتوب ورکوي.

د روغتیا نړېوال سازمان یا WHO وایي د دې عملي کولو لپاره له افغان چارواکو سره یې کار کړی دی خو بیا هم ټینګار لري چې په افغانستان کې دا خاموشه ناروغۍ باید نور له پامه ونه غورځول شي ځکه د هغوي په وینا ړ مخنیوی لپاره یې هڅې په هغه هیواد کې یوه بیړنۍ اړتیا ده.