ټرمپ: وخت یې دی چې د منځني ختیځ ټول هېوادونه د ابراهیم په تړونونو کې شامل شي

ولسمشر ټرمپ وايي د منځني ختیځ ټول هېوادونه باید د ابراهیم تړونونو کې شامل شي

ولسمشر ټرمپ وايي چې اوس یې وخت دی چې د منځني ختیځ ټول هېوادونه د ابراهیم په تړونونو کې ګډ شي.

ښاغلي ټرمپ نن پنجشنبه د اګست په اومه نيټه په خپل ټروټ سوشل حساب کې، د اتومي مرکزونو چې ایران جوړوه، بشپړې نابودۍ ته په اشارې په منځني ختيځ کې د سولې لپاره د «ابراهیم تړونونو» د پراخوالي په اهمیت تاکید کړی.

ولسمشر ټرمپ لیکلي دي: «اوس اتومي مرکزونه، چې ایران یې د جوړولو په حال کې و، په بشپړ ډول نابود شوي. ماته دا ډېره مهمه ده چې ټول هېوادونه د ابراهیم تړونونو سره یو ځای شي.»

د ابراهیم تړونونه د هغو تړونونو یوه مجموعه ده چې د اسرائیل او عربو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره ایجاد شوي دي.

ولسمشر ټرمپ ټېنګا وکړ چې دا کار په «منځني ختیځ کې سوله تضمینولای شي». ولسمشر ټرمپ تېره ورځ خبرداری ورکړ که ایران خپل اتومي پروګرام بیا پيل کړي، «دا به ورته ډېر خطرناک وي، ځکه موږ به بېرته وروګرځو. همدا چې هغوی یې بیا پیل کړي، موږ به ورستانه شو».

هغه همدغه راز وویل چې «موږ اتومي وسلو ته د ایران د لاسرسي د مخنیوي له لارې په منځني ختيځ کې جګړه ودروله».

ښاغلي ټرمپ ایران د «ډېرو نفرتونو» زېږوونکی وباله او ویې ویل چې په راتلونکو کلونو کې به له تېر وخت سر ډېر توپیر ولري.

متحدو ایالتونو د روان کال د جون په ۲۱مه نېټه د «نیمې شپې څټک» په نوم عملیاتو کې د ایران په فردو، اصفهان او نطنز کې د دغه هېواد په دریو عمده اتومي تاسیساتو بریدونه وکړل.

ولسمشر ټرمپ له دغو عملیاتو وروسته د ارزونو په اساس وویل چې دا تاسیسات په بشپړ ډول نابود شوي دي. دا بریدونه د ایران په یو شمېر پوځي او دفاعي مرکزونو او د سپاه او اتومي انرژۍ په مقاماتو باندې د اسرائیل له یو لړ شدیدو بریدونو ورسته وشول.