په افغانستان کې په ترافيکي پېښې کې ۷۹ تنه مړه شوي

په افغانستان کې په یوې ترافیکې پېښې کې شاوخوا ۷۹ کسان مړه شوي دي. پېښه تېر ماښام په هرات کې شوې ده.

د افغانستان داخلي رسنۍ وایي چې په موټر کې له ایران څخه راستانه شوي افغانان سپاره وو.

په مړو کې ۱۹ تنه ماشومان ښودل شوي دی. ځایيي مقاماتو ویلي دي، چې په پېښې کې دوه تنه نور ژوبل شوي دي.

د سپرلو دغه موټر له یو بل موټر او موټر سایکل سره جنګېدلی او بیا یې اور اخیستی دی. اکثریت کسان د پېښې په ځای کې مړه شوي دي.

په افغانستان کې ترافیکي پېښې معمول ګڼل کېږي، چې علت یې خراب سړکونه او د موټر چلوونکو بې پروايي بلل کېږي.

د راپورونو په اساس په تېرو څو میاشتو کې ۱.۸ میلیون افغانان یا په خوښه او یا په زور له ایران څخه افغانستان ته ستانه کړل شوي دی.