روبيو د آسیا سفر له مالیزیا سره د اټومي همکاریو پر ژمنو پیل کړ

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبيو خپل سفر چې له جنورۍ راهیسې د دندې تر پیل وروسته یې دا لومړنی آسیایي سفر دی، د مالیزیا پلازمېنه کوالالمپور ته په تګ پیل کړ.

هغه د امریکا او مالیزیا ترمنځ د ملکي اټومي همکاریو د خبرو اترو پیل هم اعلان کړ، او د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو له اتحادیې یا اسیان سره یې د دوامداره شراکت ژمنه هم وکړه.

روبيو د پنجشنبې په ورځ د مالیزیا د باندنیو چارو له وزیر محمد حسن سره یو ګډ تفاهم‌لیک لاسلیک کړ، چې ورسره د امریکا او مالیزیا ترمنځ د ملکي اټومي همکاریو د تړون د خبرو اترو لړۍ پیل شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ټمي بروس، په یوه بیان کې وویل چې دا خبرې به هغه اجرائیوي فرمان پلي کیدو ته د رسیدو لاره پرانیزي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په میاشت کې لاسلیک کړی و، تر څو له متحدینو او سوداګریزو شریکانو سره د امریکا د اټومي ټکنالوژۍ صادرات زیات کړي.

په یوې بلې خبر پآڼې کې ویاندې بروس وویل، روبيو د مالیزیا له صدراعظم انور ابراهیم سره هم ولیدل او د چین په سمندرګي کې یې د سمندري قوانینو د تطبیق د پراخولو له لارې د امریکا او مالیزیا د دفاعي او امنیتي همکاریو پر لارو چارو هم بحث وکړ.

روبيو د آسیایي هېوادونو له اتحادیې یا اسیان سره، چې دا مهال یې مشري مالیزیا کوي، جلا ناسته وکړه او ویې ویل چې امریکا د اسیان لپاره یو "ژمن متحد هیواد" دی.

روبيو خپلو سیالو شریکانو ته وويل، "دا زموږ نظر دی، زموږ قوي نظر، او واقیعت هم دا دی چې دا پېړۍ او راتلونکې پېړۍ، د راتلونکو پنځوسو کلونو د کیسې زیاته برخه به دلته په همدې سیمه کې ولیکل شي، آسیان هغه مهم میکانیزم دی چې له لارې یې موږ له دې سیمې سره تعامل کوو. موږ دا سیمه د هېڅ کوم هیواد حدود نه بولو،"

روبيو وویل. "موږ دا خپلواک او مستقل هیوادونه بولو چې له موږ سره اوږدې اړیکې او شراکت لري.

هغه زیاته کړه "دا هغه اړیکې دي چې موږ یې غواړو لا پسې پراخې شي، پرته له دې چې د سیمې یا نړۍ د کوم بل هیواد څخه اجازه یا تائیدي تر لاسه کړو"