د چارلي کرک د وژنې په تړاو نیول شوی کس په ۷جرمونو تورن شوی
Your browser doesn’t support HTML5
د سیاسي فعال، چارلي کرک، د وژنې په تړاو نیول شوی کس د عمدي قتل په ګډون په اوو جرمونو تورن شوی، او د دې قضیې څارنوال ویلي چې د تورن کس د مرګ د سزا غوښتنه به هم وکړي. تورن کس، تایلر رابنسن نومي او ۲۲کاله عمر لري. د چارلي کرک وژل کېدل په متحدو ایالتونو کې سیاسي بحثونه راپارولي دي.