د یکشنبې په ورځ د سپتمبر۲۱مه نېټه به د متحدو ایالتونو د اریزونا په فینکس ښار کې د محافظه کاره فعال او اغیزناک شخصیت چارلي کرک د یاد مراسم ترسره کېږي او ولسمشر دونالډ ټرمپ، مرستیال ولسمشر جی ډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو یې عمده ویناوال دي.
د دغو مراسمو تنظیم کوونکې ادارې ټرنینګ پواینټ یو اس اې (Turning Point USA) د ویناوالو نومونه اعلان کړي دي، چارلي کرک د دغې ادارې بنسټګر و.
د ولسمشر ټرمپ د حکومت په نورو لوړ پوړیو ویناوالو چارواکو کې د جګړې وزیر پیټ هیګست، د روغتیا او بشري خدمتونو وزیر رابرټ اف کېنېډي، د ملي استخباراتو مشره تلسي ګبارډ، د ولسمشر د دفتر رئیسه سوسي ویلز او د هغې مرستیاله سټیفن میلر شامل دي.
چارلي کرک د سپتمبر په لسمه نېټه د یوتا والې په پوهنتون کې د ټرنېنګ پواینټ یو اس په یوې غونډې کې په برید کې ووژل شو.
له دغې پېښې څخه دوې ورځې وروسته یو ۲۲ کلن ځوان، چې ټایلر رابنسن نومېږي، د چارلي کرک د قتل په تور ونیول شو، د سپتمبر په ۱۶مه نېټه په عمدي قتل تورن شو او څارنوالو هغه ته د مرګ د سزا غوښتنه وکړه.
د همدې اونۍ په سر کې د متحدو ایالتونو سنا او د استازو خونې د کرک د ژوند او میراث د درناوي پرېکړه لیک تصویب کړې او د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۱۴مه نېټه یې د «چارلي کرک د یاد ملي ورځ» ونوموله- دا د دغه محافظ کار او اغیزناک شخصیت د زېږېدو ورځ هم ده.
د چارلي کرک د یاد او جنازې مراسم د اریزونا د مرکز فینکس د ګلینډل د سټیټ فارم په سټیډیوم کې، چې د ۶۳۰۰۰ کسانو لپاره د ناستې څوکۍ لري، ترسره کېږي.
فورم \ دبحث خونه