د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور ټیډ کروز د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د کلنۍ غونډې په درشل کې متحدو ایالتونو ته د هغو ایراني چارواکو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د "ویزې د تقویت د اجرا قانون" په نوم یو لایحه معرفي کړه، چې امریکا ورباندې بندیزونه لګولي دي.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۸۰مه غونډه، د دې سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په ګډون به په نیویارک کې وشي.
د هیل د ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پلان کولی شي هغه ایراني چارواکي متحدو ایالتونو ته له ننوتلو څخه منع کړي چې د ایران د مذهبي مشر، علي خامنه يي د ملاتړ یا د هغه په دفتر کې د مقامونو د لرلو له امله بندیزونه پرې لګول شوي دي.
سناتور کروز په یوه بیان کې وویل چې "د ایران رژیم او هغه فاسد چارواکي چې دا اداره کوي د زرګونو امریکایانو د وژنې، ټپي کولو او یرغمل کولو مسؤل دي."
ټیډ کروز زیاته کړه چې "کله چې آیت الله "مرګ پر امریکا" شعار ورکوي، نو هدف یې جدي دی، او امریکا د هغه او د هغه په شاوخوا کې د خلکو د ګواښونو د مخنیوي لپاره بندیزونه لګولي دي."
کروز وویل: "که ځوک د هغه آیت الله ملګري دي چې د متحدو ایالتونو لخوا بندیزونه پرې لګول شوي، نو دا پدې مانا ده چې د امریکایانو د امنیت او خوندیتوب ته ګواښ دي او باید د امریکا په خاوره کې پښه کېنږدئ، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په ډیپلوماسۍ کې برخه اخیستل خو لا پریږدئ."
د هیل د رسنۍ له مخې، تر اوسه پورې، د ټام کاټن، جان باراسو، اشلي موډي، ریک سکاټ، او جوني ارنسټ په شمول اکثره جمهوري غوښتونکو سناتورانو د دې پلان ملاتړ کړی دی.
په استازو جرګه کې هم، دا طرحه د کلاډیا ټینی لخوا وړاندې کیږي.
د استازو جرګې دا غړې په یوه بیان کې وویل چې "د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، د مخکینو چارواکو په څیر، د هغه رژیم برخه دی چې ترهګري تمویلوي، منځنی ختیځ بې ثباته کوي، د ایران خلک ځپي، او په فعاله توګه امریکایان په نښه کوي."
کلاډیا ټینی زیاته کړه چې "هیڅ دولتي چارواکی چې د دې ظالم رژیم برخه وي باید ورته اجازه ورنکړل شي چې د امریکا په خاوره کې د ظلم د تبلیغ یا مشروعیت لپاره پښه کیږدي."
وړاندوینه کیږي چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډون وکړي.
متحده ایالتونه د دې میاشتې په پیل کې د ایراني پلاوي په ګډون په یو شمیر بهرني پلاویو باندې د سفر او نورو محدودیتونو د لګولو په اړه غور کاوه.