خیریه بنسټونو د افغانستان د زلزلې ځپلیو سره د مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې

په افغانستان کې او په خاص ډول د کونړ په ولایت کې د شوې زلزلې له کبله د ځاني او مالي تلفاتو اندازه ورځ په ورځ څرګندیږې او زیاتېږي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه په کونړ کې د ۲۲۰۵ کسانو مړینه او ۳۶۵۰ کسان زخمي کېدل تائید کړي دي. همدغه راز زلزلې ۶۷۵۰ کورونه ویجاړ کړي دي.

نړیوالې او ملي خیریه ادارې ځپل شویو سیمو ته د مرستو رسول روان ساتلي دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې د خپل ایکس په حساب کې تازه لیکلي دي، چې «زموږ سیارې طبي ډلې په سختو شرایطو کې له ځپل شویو سره مرسته کوي- خو مهمه ده چې نړیواله ټولنه له افغانستان څخه مخ ونه ګرځوي.»

د روغتیا نړیوال سازمان په خپل اونیز راپور کې ویلي دي، چې لا هم زرګونه کورنۍ په موقتو سرپناوو کې ژوند کوي. دغه سازمان ویلي دي، چې د خاص کونړ په ولسوالۍ کې د بې ځایه شویو خلکو لپاره یو موقت کمپ جوړ شوی دی.

دغه سامان ویلي دي چې په ځینو سیمو کې د ځمکو د ښویدیو له کبله لارې بندې دي او زیانمنو شویو ته د مرستو رسول ستونزمن شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د مسلکي مشاورانو د کموالي یادونه کړې او د ځپل شویو خلکو په روحي درملنې او اجتماعي رغېدو تاکید کړې. روغتیايي خدمتونو ته د ښځو نه لاسرسی د ځپل شویو سره د مرستو په برخه کې یوه بله لویه ستونزه بلل کېږي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي د ښځینه کارکوونکو کموالی، په روغتیايي مرکزونو کې د ښځو لپاره د خاصو ځایونو نشتوالی له کبله د ډېرو ښځو او نجونو درملنه په ازادي فضا کې کېږي، چې د دغه سازمان په وینا له کبله یې ډېرې ښځې له روغتیايي خدمتونو بې برخې کېږي.

په افغانستان کې د یکشنبې په شپه زلزله وشوه، د متحدو ایالتونو د جیولوژي سروې د معلوماتو په اساس د دغې زلزلې مرکز جلال اباد و او نژدې سیمې هم ځپلې دي. په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې دا ډول زورورې زلزلې شوې چې زرګونه کسان په کې مړه شوي او ژوبل شوي دي.