اوچا: سږکال د افغانستان لپاره د بشري مرستو یوازې ۱۷ سلنه بودیجه تمویل شوې ده

له ایران څـخه ستانه شوي افغان کډوال

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي سره له دې چې د ۲۰۲۵ کال تقریبا نیمايي برخې ته رسیدلی دی، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پروګرام یوازې ۱۷ سلنه تمویل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې دې وضعیت په افغانستان کې په هره برخه کې بشري خدمات په جدي توګه اغیزمن کړي او د میلیونونو خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو په شمول د زیان منونکو ټولنو، ماشومانو، بې ځایه شویو، راستنیدونکو او اقلیتونو لپاره د ستونزو د زیاتیدو لامل شوی دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شول د نړیوالو پرمختیایي مرستو ډیره برخه قطع شوې ده، او دغه هیواد د سیاسي ستونزو تر څنګ له سختو اقتصادي ننګونو او بشري بحران سره مخ دی.

اوچا ویلي چې یوازې د روان کال د فبروري څخه تر می میاشتي پورې، په ټول افغانستان کې څه باندې ۲۳۰ روغتیايي مرکزونه د اړین تمویل د نشتوالي له امله تړل شوي دي ، چې له امله یې د نږدې درې میلیونو خلکو لپاره اړینو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی بند شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) وویل چې په افغانستان کې په نورو بشري سکتورونو کې هم ورته کمښت راغلی دی.

د دغه بنسټ په وینا، په دې موده کې، نږدې ۳۰۰ د خوارځواکۍ درملنې مرکزونه تړل شوي دی او د شاوخوا اتیا زرو په خوارځواکۍ اخته ماشومانو لپاره اړینه پاملرنه قطع شوه ده.

اوچا زیاتوي چې د دې مرکزونو تړل په ښځینه روغتیایی کارمندانو ناوړه اغیزه کړې او زرګونو میرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړې.

د اوچا په وینا، افغانستان ته د بشري مرستو د نشتوالي سره، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي قربانیانو لپاره له ۲۰۰ څخه ډیر د ساتنې خدماتي مرکزونه هم تړل شوي دي، چې نږدې یو ملیون افغانې ښځې او نجونې یې دې خدماتو ته له لاسرسي څخه بې برخې کړي دي.

سربیره پردې، د ماشومانو او معلولیت لرونکو خلکو په ګډون د ۳.۳ ملیون څخه زیاتو زیان منونکو خلکو سره مرستې کمې شوې دي، کوم چې د اوچا په وینا "د هغو کسانو لپاره چې له ډیر خطر سره مخ دي د محافظتي چتر په برخه کې یې یوه خطرناکه تشه رامینځته کړې ده."

همدارنګه، د اوچا د راپور له مخې، د مرستو کمښت او د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي کمښت ددې لامل شوی، چې بې ځایه شوي خلک په ځانګړي ډول د پاکو اوبو او اړینو سرپناو نه بې برخې شي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د افغانستان د نفوس نیمایي برخه - شاوخوا ۲۳ میلیونه - به سږکال د ژوندي پاتې کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د ځانګړې استازې مرستیالې اندریکا راتواتي د اګست په ۱۹مه د بشري مرستو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې وویل، په ټوله نړۍ او افغانستان کې، د ملي او نړیوالو بشري کارکوونکو حیاتي کار چې هدف یې د ژوند ژغورل دي، کم تمویل کیږي او تر فشار لاندې دی.

د ملګرو ملتونو د دې چارواکې په وینا په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره تمویل کم شوی، پداسې حال کې چې اړتیا یې مخ په زیاتیدو ده.

هغې زیاته کړه چې د بشري چارو کارکوونکي له ستونزو سره مخ دي، ګواښل کیږي، ټپیان کیږي او حتی وژل کیږي.