ګلبدین نایب د خپلې غوره لوبې جایزه د علي رضا کورنۍ ته ډالۍ کړه

ګلبدین نایب د افغانستان د کرکت د ملي لوبدلې لوبغاړی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي ګلبدین نایب د یکشنبې په ورځ جنوري ۲۶ (سلواغه اوم) د نړیوال شل اوریز کرکټ لیګ په یوې لوبې کې غوره لوبغاړی شو او خپله جایزه یې د علي رضا اساهي کورنۍ ته ډالۍ کړه.

ګلبدین نایب په متحدو عربو اماراتو کې په نړیوال شل ارویز تجارتي لیګ کې «دوبۍ کپټل لوبډلې» ته لوبېږي.

هغه د یکشنبې په لوبې کې په ۴۷ توپونو باندې ۸۰ منډې وکړې او د «ابوظبي نایټ رایډرز» په مقابل کې یې د خپلې لوبډلې په بري کې مهمه ونډه واخیسته.

ګلبدین نایب د دغې لوبې غوره لوبغاړی شو او د ۱۵۰۰ ډالرو جایزه ورکړل شوه.

هغه د دغې جایزې د ترلاسه کولو په وخت کې وویل: «موږ په افغانستان کې د بدن ښکلا (باډي بیلډینګ) یو اتل علي رضا له لاسه ورکړ، زه خپله د غوره لوبغاړي جایزه د هغې کورنۍ ته ډالۍ کوم. دا دومره غټ شی نه دی، خو هغه یوه لویعه ضایعه وه.»

علي رضا اساهي د افغانستان د بدن ښکلا یو نړیوال ستوری و، چې د خپل هېواد لپاره یې نړیوال مډالونه ګټلي وو.

د اساهي کورنۍ وايي چې هغه د چهارشنبې په ورځ جنوري ۲۲ په کابل کې د زړه د حملې له امله وفات شو. د هغه په مړینې ډېرو افغانانو خواشنی څرګنده کړې او کورنۍ سره یې غمشریکي کړې ده.

د افغانستان د کرکټ‌ نړیوال ستوري راشد خان هم د هغه له کورنۍ سره د مرستو ژمنه کړې ده. راشد خان په خپل فیسبوک کې لیکلي وو:«.. زه له یې کورنۍ سره په دغه غم کې خپل ځان شریک بولم او تسلیت ورته وایم. هڅه مې دا ده چې تر خپلې وسې پورې په دغې سختې او غمځپلې ورځ کې د خدای بخښلي اساهي د کورنۍ لاسنیوی وکړو او په ټولو هېوادوالو غږ کوم چې د هغه د کورنۍ لاسنیوی وکړي.»

علی رضا اساهي په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې د بدني ښکلا د نړیوالو سیالیو د مخکښانو په کټګورۍ کې د افغانستان لپاره د سرو زرو مډال ګټلی و.

هغه له امریکا غږ سره په یوې مرکې کې د خپل اقتصادي بد وضعیت په اړه څرګندونې کړې وې او له مقاماتو یې غوښتي وو چې ورزش او ورزشکارانو ته پام وکړي.