ټرمپ او پوتین دواړو خپله غونډه 'ګټوره' وبلله

ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین په الاسکا کې ولیدل

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د الاسکا په انکوریج کې د المندورف-ریچارډسن په پوځي اډې کې له درې ساعته خبرو وروسته دا غونډه «ګټوره» وبلله.

ټرمپ له پوتین سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «ډېر مسائیل وو چې موږ پرې توافق وکړ، ویلای شم ووایم چې ځينې ډېر مهم وو چې لا ورته رسېدلي نه یو. خو ځینې پرمختګونو مو لرل.»

ولسمشر ټرمپ وویل چې د ناټو مشرانو او د اوکراین ولسمشر زیلینسکي ته به تیلیفونونه وکړي او له پوتین سره به د خپلې غونډې د نتایجو په اړه ورته معلومات ورکړي.

هغه وویل: «تر څو پورې چې موافقې ته ونه رسېږو، توافق نه شته. زه به لږ وروسته له ناټو سره اړیکه ونیسم، له ځینو مختلفو افرادو سره چې فکر کوم مناسب دي، او دقیقآ له ولسمشر زیلینسکي سره به تماس ونیسم او د نننۍ غونډې په اړه به ورته ووایم. نهایتآ دا په هغوی پورې اړه لري.»

ولسمشر ټرمپ وویل چې هغوی «غټ پرمختګ» درلوده، خو نور معلومات یې ورنه کړل. هغه وویل: «ډېر کم [مسائیل] پاتې شول، ځینې یې مهم نه دي. شاید یو یې ډېر مهم وي. موږ هلته ونه رسېدو خو ښه چانس لرو چې ور ورسېږو.»

هغه وویل چې د خبرو هدف دا دی چې په اوکراین کې هره اونۍ د زرګونو کسانو د وژنې مخه ونیول شي. پوتین لومړی خبرې وکړې، د خبرو هرکلی یې وکړ او د ماحول ستاینه یې وکړه.

هغه وویل: «زموږ مذاکرات د متقابل احترام په رغوونکي ماحول کې وشول، موږ تفصیلي خبرې وکړې او دېرې ګټورې وې.

پوتین اشاره وکړه چې د تاوتریخوالي د ختمېدو لپاره لویې موافقې ته سترګې په لاره دی او هیله یې وښوده چې اروپا او اوکراین هغه «موافقه» چې دی یې له ټرمپ سره کوي، ومني.

هغه وویل: «موږ متقاعد شو چې د یو باثباته او اوږدمهال توافق لپاره باید د دغې جګړې اصلي رېښې او اصلي لاملونه ختم کړو. موږ په وار وار دا خبره کړې چې باید د روسیې مشروعې غوښتنې په پام کې ونیسو او په اروپا او په عمومي ډول په نړۍ کې یو عادلانه امنیتي تعادل راولو.»

نوموړي زیاته کړه چې له ولسمشر ټرمپ سره موافق دی چې باید د اوکراین امنیت هم باید تضمین شي او په دې موضوع باندې کار کولو ته چمتو دی.

تر سرمشریزې مخکې ولسمشر ټرمپ ویلي ژمن دی چې په اوکراین کې جګړه ختمه کړي او له پوتین سره د اوربند «عاجل» تړون غواړي. هغه الاسکا ته په لارې په خپلې ځانګړې الوتکې کې خبریالانو ته وویل: «زه غواړم سمدستي اوربند ووینم. زه نه پوهېږم چې دا به نن وي، خو زه به خوښ نه یم که نن ونه شي... زه غواړم وژنه بنده شي.»

نوموړي وویل چې تر څو پورې چې دا جګړه درېدلې نه وي، متحده ایالتونه له روسیې سره تجارت نه کوي.

بې رحمه جګړه

د اوکراین جګړې د ملکیانو په ګډون د لسګونه زره کسانو ژوند اخیستی او روسیې د اوکراین په ښارونو باندې د بې پیلوټه الوتکو، کروز او بالستیک میزایلو بریدونه کوي.

د نړۍ د دوو زبرځواک مشرانو ترمنځ د جمعې د ورځې غونډه په داسې مهال کې وشوه، چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د اوبند هڅه کوي. تر دې مخکې په سعودي عربستان او ترکیې غونډو نتیجه ورنه کړه.

خو دا ځل ولسمشر ټرمپ پوتین ته خبرداری ورکړی که د جګړې ختمولو لپاره اوربند ونه کړي، «له ډېر سختو بندیزونو سره» به مخامخ شي. ولسمشر ټرمپ د اوکراین په ښارونو باندې د روسیې د بریدونو له کبله، چې ولسي خلک یې ووژل، خپل خپګان څرګند کړی و.

ولسمشر ټرمپ تېره میاشت د ناټو له مشر سره په خبرو کې ولسمشر پوتین ته خبرداری ورکړی و، که توافق ونه کړي، له لوړو تعرفو سره به مخامخ شي: «ساده خبره ده، که په ۵۰ ورځو کې معامله ونه کړو، [تعرفې] ۱۰۰ فیصده به شي.» خو کله چې روسیې په اوکراین باندې بریدونه روان وساتل، ولسمشر ټرمپ د ۵۰ ورځو مهلت ۱۰-۱۲ ورځو ته راکم کړ. خو مهلت ته دوې ورځې پاتې وې، چې ولسمشر ټرمپ د «غټ پرمختګ» خبر ورکړ، د هغه ځانګړی استازی سټیف ویتکاف د خبرو لپاره مسکو ته تللی و.

ولسمشر ټرمپ د اګست په اتمه نېټه وویل چې له پوتین سره به په الاسکا کې ملاقات کوي. تر سرمشریزې مخکې ولسمشر ټرمپ د دویمې غونډې، چې پوتین او زیلینسکي به هم په کې وي، د امکان خبره کړې وه.

وروسته ولسمشر پوتین وویل چې دویمه غونډه به په مسکو کې وي، خو داسې یې څرګند نه کړ، چې د اوکراین ولسمشر به هم ورته وبلل شي که نه. ولسمشر ټرمپ په دې اړه تبصره ونه کړه، خو ویې ویل: «دا جالبه ده. زه به له یو لړ غبرګونونو سره مخامخ شم، خو زه یې امکان لیدلای شم.»