په افغانستان کې د هیروینو او شیشې استعمال زیات شوی-راپور

په افغانستان کې په مخدره موادو روږدي کسان

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) او د نشه‌يي توکو او جرمونو ضد ادارې (UNODC) د نوې سروې له مخې، په افغانستان کې په وروستیو دوو کلونو کې د اپینو کارول په بې‌ساري ډول کم شوي، خو د هیروینو او نشه‌یي موادو لکه میتامفیتامین (کریستال) کارول په خطرناک ډول ډېر شوي دي.

دا راپور چې د پنجشنبې په ورځ د جون ۲۶مه(د سرطان ۵) خپور شوی ښيي چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له‌خوا د کوکنارو د کر کیلو باندې بندیز د اپینو تولید له ۶,۲۰۰ متریک ټنه څخه یوازې ۳۳۳ متریک ټنه ته راکم کړی – چې دا شاوخوا ۹۵٪ کموالی ښيي.

خو له بلې خوا، د میتامفیتامین تولید او کارول د پام وړ لوړ شوی دی، او اوس‌مهال دا ډول نشه‌یي مواد د بازار یوه بدیله سرچینه ګرځېدلې ده.

په دې ۷۸ مخیز راپور کې اټکل شوی چې شاوخوا ۴ میلیونه افغانان – چې د هېواد د نفوس نږدې ۱۰ سلنه جوړوي – په مختلفو نشه‌یي توکو روږدي دي. د راپور له مخې دا بحران د فقر، بې‌کارۍ، کورني تاوتریخوالي او رواني ناروغیو له امله نور هم ژور شوی دی.

په روږدو کسانو کې د ښځو، ماشومانو او کلیوالو وګړو شمېر ورځ تر بلې زیاتیږي. ښځې او ماشومان له سختو ټولنیزو بندیزونو سره سره د نشه‌یي موادو په لومه کې ګېر دي، خو درملنې ته یې لاسرسی ډېر محدود دی.

په راپور کې ویل شوي چې تر ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان کې شاوخوا ۲۷ زره کسان په مخدر توکو روږدې و، چې په دوی کې څه باندې دوه نیم زره ښځې او څه باندې دوه زره له پنځلس کلونو کم عمره ماشومان شامل دي.

په ټول افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنه ۸۲ مرکزونه فعال دي، خو له دې شمېر څخه یوازې ۱۷ سلنه مرکزونه د ښځو لپاره ځانګړي شوي دي. همداراز، شاوخوا ۷۲ سلنه مرکزونه د خپل ظرفیت تر حده یا پورته کار کوي.

د درملو کمښت، د روزل شویو کارکوونکو نشتوالی، او د درملنې له معیار سره سم د وسایلو نشتوالی، د دې خدماتو کیفیت ته زیان رسولی.

راپور وايي چې د درملنې دا مرکزونه اکثره یوازې په ښارونو کې محدود دي، او کلیوالي سیمې له دغو اسانتیاوو بې‌برخې دي.

د طالبانو حکومت په ۲۰۲۲ کال کې پر کوکنارو بندیز ولګاوه، خو د بدیل کښتونو لکه زعفران، انارو او مغز لرونکو مېوو لپاره بازار او امکانات کم وو. دا وضعیت زرګونه بزګران د اقتصادي بحران له ګواښ سره مخامخ کړي.

د ملګرو ملتونو د ټولنې پر بنسټ کرهنه او کلیوالي پراختیا پروګرام یا “CBARD” له لارې، لس‌ګونه زره بزګر هڅول شوي چې پر بدیلو کښتونو تمرکز وکړي، خو د دوامداره ملاتړ، بازارموندنې، او تولیدي امکاناتو نشتوالی یې لا هم یوه جدي ننګونه ده.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) او د نشه‌يي توکو او جرمونو ضد ادارې (UNODC) په راپور کې د درملنې مرکزونو ته د ښځو، ماشومانو او کلیوالو لپاره د پراخ لاسرسی، د رواني او ټولنیزو خدماتو پراخېدل؛ د زعفران، انارو، مېوو او نورو بدیلو کښتونو ته پانګونه او صادراتو ته لاسرسی؛ د روږدو کسانو د بیاځلي ادغام لپاره مسلکي روزنې او اقتصادي پروګرامونه؛ د نشه‌یي توکو د قاچاق او تولید پر ضد د سیمه‌ییزې همغږۍ سپارښتنه شوې.

دا راپور همدارنګه د عامه پوهاوي په ځانګړي ډول په ښوونځیو او دیني مرکزونو کې د پراخو کمپاینونو جوړول او ښځینه روغتیاپالانو ته د روزنې د برابرولو وړاندیز کوي، ترڅو ښځو ته خوندي خدمات برابر شي.