د ملګرو ملتونو چارواکې: طالبان باید د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر مسئول وګڼل شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ مرستیاله، ندا الناشف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ مرستیالې، ندا الناشف، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو "تبعیضي او ظالمانه" چلند د "جنسیتي سیستماتیک ځورونې" بېلګه بللې او له نړېوالې ټولنې یې غوښتي چې طالبان یا د خبرو اترو او یاهم د مسئول ګنلو له لارې، دې ته مجبور کړي چې بشري حقونه او په خاصه توګه د ښځو حقونه رعایت کړي.

ندا الناشف، چې د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ناسته کې یې خبرې کولې، د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه خپګان څرګند کړ او وویل چې د طالبان مسئول ګڼل باید څو بعدي وي او د مختلفو لارو تعقیب شي.

مېرمن الناشف وویل چې په دې بهیر کې باید "د حقیقت موندنې، د عدالت تطبیق، د تاوان ورکول او د نه تکرار کېدو د ضمانت په ګډون، انتقالي عدالت" شامل وي.

طالبانو وروسته له هغه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا واک ته ورسېدل، ښځې او نجونې یې له شپږم ټولکې پورته له زده کړو او په دولتي او غیرحکومتي سازمانونو کې له کار کولو، له محرم پرته سفر کولو، عمومي پارکونو، ورزشي کلپونو، حمامونو او سینګارتونو ته له تګ راتګ څخه بندې کړل.

ندا الناشف وویل: "له ۲۰۲۱ کال راهیسې، بالفعله چارواکو (طالبان) ګڼ شمېر فرمانونه او قوانین یې اعلان کړي چې د افغانستان د خلکو د بشري حقونو څخه سرغړونه کوي."

الناشف ټینګار وکړ چې د روغتیایي زده کړو څخه د افغان ښځو او نجونو محرومول، د ښځو روغتیا یې په خطر کې اچولې او په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته یې لاسرسی محدود کړی دی.

تر دې یوه ورځ مخکې، د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو ادارې په یو راپور کې وویل چې افغانستان د ښځو لپاره خوندي ځای نه دی او د دې ادارې په وینا، په دې هېواد کې د میندو د مړینې کچه تر۵۰ فیصده پورې لوړېدی شي.

د دې سازمان د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ مرستیالې، په ځانګړي توګه د طالبان د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون ته اشاره کړې او دا قانون یې "په ټولنه او کورنیو کې د جنسیتي تبعیض د بدتر کېدو عامل" بللی او ټینګار یې کړی چې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو چلند باید بدلون ومومي.

د الناشف په وینا، د سیمې له هېوادونو څخه د څه باندې دوه میلیون افغان کډوالو جبري شړل، په افغانستان کې بشري ناورین یې لا زیات کړی دی. د ملګرو ملتونو دې چارواکې، له ټولو هېوادونو څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو جبري شړل ودروي، او له زیان منونکو افغانانو ساتنه وکړي او له نړېوالې ټولنې څخه یې وغوښتل چې د افغانانو لپاره د بشري مرستو پروګرامونه تمویل کړي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو کړنې له پراخو نیوکو سره مخامخ دي، طالبان ادعا لري چې په دې هېواد کې یې د ښځو حقونه د خلکو د فرهنګ په نظر کې نیولو سره او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین کړی او د ښځو بحث یې د افغانستان "داخلي موضوع" بللې ده.