په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق، وایي چې د افغانستان په اړه د نړۍ نه پاملرنه، ناوړه پایلې درلودلی شي.
فایق د پنجشنبې په ورځ (د سپټمبر ۲۵) په ملګرو ملتونو کې د امریکاغږ سره په یوې مرکې کې په افغانستان کې د بدلون په راوستلو کې د ملګرو ملتونو د رول په اهمیت ټینګار وکړ او وویل چې دا سازمان د یو داسې بهیر په پیلولو سره چې "په افغانستان کې د یو مشروع حکومت د جوړېدو" لامل شي، اساسي رول لري.
خو د افغانستان د پخواني حکومت دا چارواکی وایي چې "په تاسف سره" چې اوس هم د افغانستان په تړاو یوه نړیواله سیاسي اراده موجوده نده.
فایق وایي: "هغه هېوادونه چې په تېرې نیمې پېړۍ کې د افغانستان په ناورین کې دخیل وو – زموږ هیله دا ده چې هغوی له دغو ترخو درسونو څخه زده کړه کړې وي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دي."
د نصیر احمد فایق په وینا، که افغانستان ته پام ونه شي، "د بې ثباتۍ په مرکز به بدل شي چې اول به یې د افغانستان خلک قرباني وي او دویم به یې هغه دخیل هېوادونه چې نه غواړي رغنده رول ولوبوي".
فایق وایي چې داسې نه ښکاري چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې موجود "حکومت یا نظام" په رسمیت وپېژني.
دا مهال له روسیې پرته، بل هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.
نړیواله ټولنه ټینګار کوي چې طالبان مخکې له دې چې د مشروعیت د ترلاسه کولو هڅې وکړي، باید د بشري حقونو، په خاصه توګه د ښخو او نجونو د کار او تعلیم په برخې کې جدي اقدام وکړي.
یوه ورځ مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم ټینګار وکړ چې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل، د هغوی (طالبانو) په کړنو پورې اړه لري.
طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان بیا واکمن شول او له خپلو هغو ژمنو برخلاف چې ویلي يې وو د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله به اعتدال غوره کوي، پر ښځو يې ګڼ محدودیتونه ولګول.
طالبان ټینګار کوي چې د ښځو په ګډون په افغانستان کې یې د ټولو خلکو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي او دا موضوع د افغانستان یوه کورنۍ مسئله بولي.