د کډوالو نړیوال سازمان یو ځل بیا له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه وغوښتل چې د افغان کډوالو د شړلو او ستنولو لړۍ بنده کړي.
د کډوالو نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له میاشتې راهېسې د ۲۰۲۵ تر اپریل پورې له ایران او پاکستان څخه ۲.۴۳ میلیون هغه افغان کډوال، چې د اوسېدو قانوني اسناد یې نه لرل، خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په دوی کې یې څه باندې «۵۴ فیصده په زوره شړل» شوي دي. د کډوالو نړیوال سازمان له ټولو هېوادونو څخه غوښتي، دا لړۍ بنده کړي.
اعلامیه وايي: «د مهاجرت نړیوال سازمان او شریکان یې یو ځل بیا په ټولو هېوادونو باندې غږ کوي، چې تر څو پورې [په افغانستان] کې د خوندي، باعزته او رضاکاره ستنېدو لپاره شرایط برابر شوي نه وي، تر هغو پورې دې په زوره د افغان کډوالو، قانوني وضعیت ته یې له کتو پرته، شړل بند کړي.»
دغه سازمان وایي چې څه باندې یو میلیون راستانه شویو ته یې بشري مرستې برابرې کړې دي.
په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو شړل زیات شوي دي، دغو دواړو هېوادونو ویلي دي هغه کډوال به شړي، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د کډوالو نړیوالې ادارې وایي چې افغانستان له بشري بحران سره مخامخ دی او په ډېر شمېر کې د کډوالو ستنول به په هغه هېواد کې دا بشري کړکیچ نور هم ژور کړي.
طالبانو په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا واک ترلاسه کړ او له هغه وروسته سلګونه زره افغانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شول، چې اکثریت یې ایران او پاکستان ته ولاړل.
د ایراني رسنیو د راپور په اساس، دا مهال په ایران کې څلور میلیون غیر مجاز (قانوني اسناد نه لرونکي) افغان کډوال مېشت دي، چې د «چنګاښ تر ۱۵ نېټې پورې له هېواد څخه د وتلو فرصت» لري.
همدغه راز د رسمي شمېرو له مخې دا مهال د ۳.۸ او ۴.۴ میلیون ترمنځ افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي، قانوني اسناد لرونکي او نه لرونکي دواړه په کې دي.