اسرائیل د ایران د مهماتو او پوځي تجهیزاتو په ډیپوګانو برید کړی

د ایران د خجیر بالستیک توغندیو مرکز

د اسرائیلو پوځ د چهارشنبې په ورځ، د جون په ۱۸مه (د جوزا ۲۸) اعلان وکړ چې د یو لړ بریدونو په ترڅ کې یې د ایران د بالستیک توغندیو زیربناوې، د وسلو ډیپوګانې او پوځي تاسیساتو پورې اړوند ۴۰ هدفونه په نښه کړي دي.

د اسرائیلو د پوځ د ویاند په وینا، د اسرائیلو د هوايي ځواک ۲۵ جنګي الوتکو د چهارشنبې په سهار د ایران په لویدیځ کې پر اهدافو بریدونه وکړل، چې په کې د کرمانشاه په پوځي اډه کې پر پنځو هلیکويترو برید او د توغندیو په هغه لانچر برید شامل دی چې د اسرائیلو په لور د توغندیو د توغولو لپاره چمتو شوي و.

عیني شاهدانو د چهارشنبې په لومړیو ساعتونو کې، په تهران او کرج کې د چاودنو او د هوايي دفاع د سیسټمونو د کارولو خبر ورکړ.

تر دې مخکې په شیراز، مراغه او شاهرود ښارونو کې د چاودنو راپورونه خپاره شوي وو. سیمه ییزو سرچینو دا راپور هم ورکړی و چې په سمنان کې د هوايي دفاع سیسټمونه فعال شوي دي.

همدارنګه، د ایران د پارچین پوځي تاسیساتو او په ځانګړې توګه هلته د خجیر بالستیک توغندیو د تولید پر تاسیساتو د اسرائیلو د بریدونو راپورونه خپاره شوي دي.

په ورته وخت کې، د اسرائیلو پوځ د چهارشنبې په سهار په اسرائیل باندې د ایران د توغندیو د بریدونو د یوې بلې څپې د پیل اعلان وکړ، چې له امله یې د هیواد په شمالي او مرکزي سیمو کې د خطر زنګونه وغږول شول او د هیواد د توغندیو دفاعي سیسټمونه فعال شول.

د اسرائیلو پوځ ویلي چې ایران د چهارشنبې په ورځ پر اسرائیل ګڼ شمېر توغندي وتوغول، خو په بریدونو کې کوم ځاني تلفات نه دی اوښتی.

د ایران دولتي خبري اژانسونو د سپاه پاسداران چارواکو په حواله ادعا کړې چې په اسرائیل باندې بریدونو کې "فتاح-۱" توغندي کارول شوي دي.

د ایران او اسرائیل ترمنځ د تاوتریخوالي د دوام سره، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په بیت المقدس کې به د دغه هېواد سفارت د جمعې تر ورځې پورې تړلی وي.

چین هم د سې شنبې په ورځ خپلو اتباعو ته له ایران او اسرائیل څخه د وتلو سپارښتنه وکړه. د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د سې شنبې په ورځ وویل چې بیجینګ د اسرائیل، ایران او نورو خواوو سره په تماس کې دی ترڅو تاوتریخوالی کم کړي او اوربند ټینګ کړي.