د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: په  ایران کې تر اوربند د غوره څه په لټه کې یم


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې په ایران کې د اوربند څخه هم د غوره څه په لټه کې دی او له « ایران سره د مذاکرې په فکر» کې نه دی.

ولسمشر ټرمپ د جي-۷ هېوادونو په سرمشریزې کې د ګډون لپاره کاناډا ته تللی و او خپل سفر یې نیمګړی پرېښود او د دوشنبې په شپه بېرته واشنګتن ته راستون شو.

نوموړي له کاناډا څخه تر راستنېدو وروسته په خبرو کې د فرانسې په ولسمشر ایمانویل مکرون باندې انتقاد وکړ او ویې ویل: « [مکرون] سمه خبره نه ده کړې چې ما په کاناډا کې د جي-۷ غونډه پرېښوده چې واشنګټن ته راستون شم او د ایران او اسرائیل ترمنځ په اوربند باندې کار وکړم.»

هغه په خپلې ټولنیزې شبکې ټروټ سوشل کې ولیکل: «تېروتنه! هغه [مکرون] نه پوهېږي چې زه اوس ولې په واشنګټن کې یم، خو مطمینآ له اوربند سره هېڅ تړاو نه لري. له اوربند څخه ډېر لوی دی.»

د فرانسې ولسمشر تېره ورځ وویل چې ټرمپ د ایران او اسرائیل ترمنځ د اوربند په خاطر د جي-۷ د غونډې نه وختي‌ ولاړ.

ولسمشر ټرمپ واشنګټن ته له ستنېدو سره سم په خپلې الوتکې کې خبریالانو ته وویل: «په ایران کې د جګړې د رښتینې ختمېدو په لټه کې یم... ما نه دي ویلي چې د اوربند په لټه کې یم.»

تر دې مخکې د سپېنې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې ولسمشر ټرمپ به «نن شپه واشنګټن ته راستون شي چې په ډېرو مسائیلو کې برخه واخیستلای شي.»

د دغه خبر اعلان د ولسمشر ټرمپ د سفر د لغوه کېدو په اړه ځينې احتمالات پیدا کړي دي. فاکس نیوز د ولسمشر ټرمپ حکومت ته د نژدیو سرچېنو په حواله راپور ورکړی چې «ټرمپ غواړي د ایران حکومت ته وروستی فرصت هم» ورکړي.

ولسمشر ټرمپ په دې اړه وویل چې شاید مرستیال یې جي ډي وینس او ځانګړی استازی سټیف ویتکاف منځني ختیځ ته واستوي او ټېنګار یې وکړ چې له «ایران سره ډېر د مذاکرې په فکر کې نه یم.»

ولسمشر ټرمپ په دې اړه چې اسرائیل به په ایران باندې خپل بریدونه کم نه کړي وویل: «په راتلونکو دوو ورځو کې به ولیدل شي، اوس خو هېچا هم شاتګ نه دی کړی.»

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ماښام په خپل ټروټ سوشل کې یو ځل بیا ټېنګار وکړ، چې «ایران اتومي وسله نه شي لرلای» او «ټول باید له تهران څخه سمدستي ووځي».

خو نوموړي وروسته په دې اړه وویل چې هدف یې دا و چې «غواړي خلک په امن کې وي».

ولسمشر ټرمپ له خبریالانو سره د خپلو خبرو په پای کې وویل: «ایران پوهېږي چې باید زموږ ځواکونو ته لاس یو نه سي... که ایران د امریکانو په ضد کوم کار وکړي، ډېر سخت ځواب به وویني.»

په همدې حال کې د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر پیټ هیګیست د دوشنبې په ورځ جون ۱۶ (جوزا۲۶) اعلان وکړ چې د اونۍ په دوو وروستیو ورځو (شنبه او یکشنه) کې یې د سنټکام تر کنترول لاندې سیمې ته یې د نورو اضافي ظرفیتونو او وړتیاو د استولو لارښوونه کړې ده.

نوموړي وویل چې د دغه کار هدف د امریکا د دفاع غښتلیا ده.

د راپورونو په اساس، متحدو ایالتونو څه باندې ۳۰ تیل انتقالوونکې الوتکې اروپا ته استولې دي، چې ولسمشر ټرمپ د اسرائيل او ایران ترمنځ په روان کړکیچ کې نور انتخابونه ولري.

پټ هیګیست فاکس نیوز سره په مرکې کې وویل: «موږ زنګ (تیلیفون) ته منتظر یو. موږ چمتو یو. موږ له اول څخه دا خبره کړې د خپلو خلکو او شتمنیو څخه د دفاع لپاره په سیمه کې یو.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG