راپور:‌ کابل به د نړۍ لومړی ښار وي چې اوبه به یې وچې شي

په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۳۰ متره ټیټه شوې ده

د افغانستان پلازمېنه کابل د اوبو د کمښت له جدي بحران سره مخ دی. د غیر انتفاعي بڼسټ مرسي کور(Mercy Corps) د وروستي راپور له مخې، په کابل کې د ځمکې لاندې د اوبو کچه په تیرو لسو کلونو کې د نفوس د چټک زیاتوالي او د اقلیم د بدلون له امله تر ۳۰ مترو پورې راټیټه شوې ده.

د دې بنسټ د راپور موندنې ښيي چې په کابل کې د اوبو نږدې نیمایي څاګانې، چې د ښار د اوسیدونکو لپاره د څښاک د اوبو اصلي سرچینه ده، وچې شوې دي او د اوبو ایستل په کال کې د طبیعي نوي کولو ظرفیت څخه څه باندې ۴۴ میلیون متر مکعب ډیر دی.

د مرسي کورد موندنو له مخې، که دا بهیر دوام وکړي، نو ښایي په کابل کې د اوبو ټولې سرچینې تر ۲۰۳۰ پورې وچې شي، چې د ښار د اوو میلیونو اوسیدونکو لپاره به جدي ګواښ وي.

بنسټ د دې بحران د حل لپاره د نړیوالو اقداماتو غوښتنه کړې ده، چې که لارې چارې ورته و نه موندل شي نو کیدای شي‌ چې د پراخې کډوالۍ او د خلکو لپاره د نورو ستونزو لامل شي.

راپور د اوبو ککړتیا ته د یوې بلې جدي ننګونې په توګه اشاره کوي، او یادونه کوي چې په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو لږترلږه ۸۰ سلنه سرچینې ناامنه ګڼل کیږي او د فاضله موادو، ارسنیک او نورو موادو لوړه کچه لري.

د ملګرو ملتونو د پوهنتون د اوبو، چاپیریال او روغتیا د انسټیټیوټ رئیس، کاوه مدني وايي، که څه هم دا وړاندوینه ګرانه ده چې کوم ښار به لومړنی عصري ښار وي چې د اوبو له بشپړ وچیدو سره مخ وي، خو بې له شکه کابل "په نږدې راتلونکي کې د دې لقب لپاره یو له خورا جدي کاندیدانو څخه دی."

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې اوبو ته لاسرسی د کابل د اوسیدونکو لپاره په یوه ورځنۍ او دوامداره مبارزه بدله شوې، ځینې کورنۍ د خپل عاید تر ۳۰ سلنې پورې په اوبو لګوي.

ځینې خصوصي شرکتونه له دې بحران څخه د نویو څاګانو د کیندلو او د عامه ځمکې لاندې اوبو په لویه کچه له استخراجه ګټه اخلي، او دا اوبه د کابل په اوسیدونکو باندې په لوړه بیه پلوري.

له بلې خوا، د کابل د نفوسو زیاتوالی چې د ښار د ظرفیت په پرتله اووه چنده زیات شوی، د اوبو تقاضا ډیره زیاته کړې ده، او د اوبو رسولو د مدیریت او څارنې لپاره د ظرفیت نشتوالي دا ستونزه لا پسې پراخه کړې ده.

د اوبو او د حفظ الصحې پروګرامونو د پلي کولو لپاره د بودیجې نشتوالی د اوبو د کمښت بحران لا پسې خراب کړی دی. د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې د دوی شریکانو په افغانستان کې د اوبو او حفظ الصحې پروګرامونو د پلي کولو لپاره د اړتیا وړ ۲۶۴ میلیون ډالرو څخه یوازې ۸.۴ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

له هغه وخته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې واک ته ترلاسه کړ، د اوبو او د حفظ الصحې لپاره د نړیوالو مرستو ۳ میلیارد ډالر هم ځنډول شوي دي.

د ګارډین په وینا، د پنجشیر د سیند د اوبو د پایپ لاین پروژه د څو پروژو څخه یوه ده چې که بشپړه شي، نو کولی شي د کابل د ځمکې لاندې اوبو باندې ډیر تکیه کمه کړي او د دوه میلیون خلکو لپاره د څښاک اوبه چمتو کړي.

د پروژې د ډیزاین مرحله د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې بشپړه شوه او اوس د تمویل تصویب ته انتظار باسي ځکه چې حکومت د پروژې د ۱۷۰ میلیون ډالرو لګښت پوره کولو لپاره اضافي پانګوال لټوي.

د اوبو د سرچینو د مدیریت ځیړونکی او د افغانستان د اوبو او چاپیریال مسلکي شبکې غړی، ډاکټر نجیب الله سدید، ګارډین ته ویلي چې "موږ د تمویل لپاره د انتظار کولو وخت نلرو او موږ باید سمدستي مخکې لدې چې له دې بحران څخه د وتلو لاره نه وي، اقدام وکړو."

نوموړي زیاته کړه چې د اوبو د کمښت له امله، د کابل خلک په داسې وضعیت کې دي چې باید د خوړو او اوبو ترمنځ یو انتخاب کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د مارچ په میاشت کې د اوبو د نړیوالې ورځې په اړه په یوه راپور کې اټکل وکړ چې په افغانستان کې ۳۳ میلیونه خلک د اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر مارټین ډي بویر وویل چې د اوبو رسولو سیسټمونو، بندونو او د اوبو لګولو شبکو په ګډون د اړینو زیربناوو نشتوالي په افغانستان کې د اوبو د کمښت ننګونه لا پسې پراخه کړې ده.

خو کاوه مدني په دې باور دی چې د نورو هېوادونو برعکس چې د وچکالۍ له امله د اوبو بشپړ کمښت ته نږدې کیږي، "وچکالي په کابل کې د اوبو کمښت یوازینۍ لوی لامل نه دی، او د فاضله اوبو او د اوبو زیربنا کې د لویو پانګونو سره، په کابل کې د اوبو کمښت ډیری ننګونې کمولی شي."

نوموړي یادونه وکړه چې د اوسني سیاسي وضعیت او د نړیوالو مرستو د پام وړ کمښت له امله په کابل کې وضعیت ډیر پیچلی دی، او دا عوامل دا ناممکنه کوي چې دا اړینې سرچینې به په نږدې راتلونکي کې مدیریت شي.

مدني خبرداری ورکوي چې په کابل کې د دې ستونزې په حل کې نور ځنډ به د ښار د اوبو نازک سیسټم ته د نه جبرانېدونکي زیان لامل شي.