په افغانستان کې د طالبانو حکومت مقامات وايي چې د کونړ په زلزلې کې د مړو شمېر «۱۴۵۷ کسانو ته رسېدلی او ۳۳۹۴ نور ژوبل» شوي دي.
د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په خپل ایکس کې لیکلي دي چې په «زلزلې کې ۶۷۸۲ کورونه هم ویجاړ» شوي او په خبره یې ځپل شویو سیمو ته د مرستو انتقال او د ژغورنې عمليات روان دي، چې له نړیدلو کورونو څخه زخمیان او مړي واېستل شي.
حمدالله فطرت لیکلي دي چې ځينو هيوادونو «د ژغورنې مسلکي ټيمونه» هم استولي چې د ژغورنې په عملياتو کې برخه واخلي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظیم کوونکې ادارې (اوچا) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې له ځپلو شویو سره د مرستو لپاره یې د «مرکزي اضطراري برخې صندوق» څخه پنځه میلیون ډالر تصویب شوې، چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق د «تخصیص شوې زېرمې» څخه به پنځه میلیون نور ډالر هم ورسره اضافه شي.
اوچا همدغه راز ویلي دي چې بریتانیا هم له ځپل شویو سره د روغتیايي خدمتونو په برخه کې د یو میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی دی. اوچا وايي د نورو مرستو ترلاسه کولو لپاره یې له نورو بسپنه ورکوونکو سره هم تماسونه روان ساتلي دي.
د اوچا په اعلامیه وايي په ځپل شویو سیمو کې د سرپناو برابرول، صحي اکمالات، د څښاک پاکې اوبه او خوراکي مواد لومړيتوب او مهم ضرورتونه دي.
د متحدو ایالتونو د جیولوژي سروې د معلوماتو په اساس د دوشنبې د شپې د دغې زلزلې مرکز د ننګرهار مرکز جلال اباد و او نژدې سیمې هم ځپلې دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي ریچارد بینیت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي دي چې د ښځینه کارکوونکو موجودیت د مرستو په رسولو کې حیاتي دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې «د تباهۍ اندازه د ځايي مقاماتو او خلکو تر اندازې خورا زیاته ده چې مرستې ورسوي. افغانان زموږ مرستو ته اړتیا لري.»
په ۲۰۲۲ کال کې هم د افغانستان په ختیځ او جنوب ختیځو سیمو کې زلزله وشوه، چې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان په کې مړه شول او سلګونه نور یې ژوبل کړل.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې هم څو زلزلې وشوې چې د طالب مقاماتو په وینا په هرات کې یې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان مړه کړل، خو ملګري ملتونه وايي ۱۵۰۰ کسان مړه شوي وو.