په سودان کې د روغتیایي چارو مامورینو تائید کړې چې د ډارفور ښار الفاشر په سیمې کې د ملیشو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپي شویدي.
سرچینو د فرانس پریس خبري اژانس ته شنبه سپټمبر ۲۸ ( تلې اوومه) ویلي چې ملیشو د جمعې په ورځ د ال فاشر په سیمې د هاوان بریدونه وکړل.
تر اوسه نده معلومه چې وژل شوي عام خلک که د سودان پوځیان دي ځکه چې دا دواړه ډلې کوښښ کوي د ډارفور ایالت په شمال کې په سیمې باندې کنټرول ولري.
د همدې برید څخه یوه ورځ وړاندې ملیشو په یو بازار هم توغندي وار کړل چې ۱۸ کسان پکې ووژل شول. یو شمیر کسان د هاوان توغندیو په بریدونو کې سوځیدلي و او نور یې بیا د توغندیو ټوټو وژلي و.
ملیشو دا بریدونه داسې مهال کړي چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د نړۍ مشرانو د سودان په پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو ملیشو غږ وکړ چې ۱۷ میاشتنۍ کورنۍ جګړه پای ته ورسوي.
په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو استازې لینډا توماس-ګرینفیلډ د همدې تیرې چارشنبې په ورځ وویل چې د جګړې دواړه خواووې باید اړ کړل شي چې په خرطوم، ال فاشر او نورو سیمو کې چې ملکیانو ته پکې ډیر خطر دی، بشري اوربند ومني.
د چټک ملاتړ ځواکونو ملیشو د روان میلادي کال د مې میاشتې راهیسې د ال فاشر سیمه کلابنده کړې او همدې ښار سره نږدې د زمزم په کمپ کې چې ۲ میلیونه کډوال پکې پراته دي، وار د مخه قحطي اعلان شویده.
پدې جګړې کې تر دې دمه زرګونه کسان وژل شویدي.
د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او په جګړې کې د وژل شویو کسانو شمیر ۲۰ زره ښودلی خو د سودان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام پیریلو بیا ویلي چې د اټکل له مخې ښایي ۱۵ زره کسان پدې جګړو کې وژل شوي وي.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن چې د ال فاشر په سیمې باندې د ملیشو بریدونو په هکله یې په ځانګړې توګه اندیښنه ښودلې، د پنجشنبې په ورځ یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې د ټولو هیوادونو وغوښتل چې د سودان په کورنۍ جګړې کې ښکیلو جنرالانو – د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو ملیشو مشر ، جنرال محمد حمدان داګلو- ته د وسلو ورکول بند کړي.
بایډن پخپلې وینا کې وویل، " نړۍ باید د جنرالانو مسلح کول بند کړي".
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش د عمومي اسامبلې په یوې فرعي غونډې کې د سودان د وسله وال پوځ لوی درستیز، جنرال برهان سره وکتل او د جګړې پراخیدو په هکله یې اندیښنه څرګنده کړه.
په پوځ او ملیشو دواړو باندې د جنګي جنایاتو تورونه لګیدلي دي.
RSF چې سرچینه یې د ډارفور نومبدې عربي قبیلوي ملیشو پورې تړلې ده، په ځانګړې توګه پرې د بشریت ضد جنایتونو او یو ځانګړي قوم شړلو تورونه لګیدلي دي.