اوچا: په ۵۰ ورځو کې ۷۴۱زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظم اداره (اوچا) راپور ورکړی، چې د روان کال د جون له ۳۰مې نېټې څخه راپدیخوا ۷۴۱زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د اسرائیل او ایران ترمنځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې او اوچا دا کار د سیاسي شخړې او د افغانانو ضد له احساساتو سره تړلی بولي.

اوچا دا وضعیت «یو پیچلی حفاظتي کړکیچ» بللی او ویلي دي چې د افغان کډوالو د ستنولو چټک او پراخ بهیر په سرحد کې د بشري چارو د رسولو وړتیاوې تر فشار لاندې راوستی. دغه اداره وايي چې له ایران څخه اکثریت شړل شوي افغانان د مالي، تعلیمي او روغتیایي ستونزو په ګډون له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د اوچا په راپور کې راغلي دي، چې اکثریت افغان کډوالو په ایران کې ډېر وخت ژوند کړی او د خپل هېواد اسناد نه لري او له همدې کبله په خپل پلرني ټاټوبي کې د ګډون، تبعیض او ځینو نورو ستونزو سره مخامخ دي. تر دې مخکې اوچا ویلي وو چې د ۲۰۲۵ کال نیمايي برخې ته رسیدلی خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو پروګرام یوازې ۱۷ سلنه تمویل شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې دې وضعیت په افغانستان کې په هره برخه کې بشري خدمات سخت اغیزمن کړي او د ښځو، ماشومانو، بې ځایه شویو، راستنیدونکو او اقلیتونو په ګډون یې د میلیونونه خلکو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمن شول او ورسره د نړیوالو پرمختیایي مرستو ډیره برخه قطع شوه او دغه هیواد د سیاسي ستونزو تر څنګ له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ شو.

ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان نیم نفوس -۲۳ میلیون- خلک حیاتي بشري مرستو ته ضرورت لري.