د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري راپور ورکړی دی چې د ۲۰۲۵ کال له پيل راهېسې تر دې دمه ۲.۳ میلیون افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي، چې اکثریت یې په خپله خوښه خپل هېواد ته نه دي ستانه شوي دي.
په دغې ډلې کې یې ۱.۸۶ میلیون یې له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ د راپور په اساس، د اپریل له لومړۍ نېټې څخه نیولې د اګست تر ۱۳مې نېټې پورې یو میلیون او ۵۴۰زره افغانان له ایران او تقریبآ ۲۳۰زره له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي دي، چې راستانه شوي افغانان د ایراني چارواکو د بد چلند او تبعیض په اړه شکایتونه کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري همدغه راز ویلي دي چې تاجیکستان، سره له دې چې د نورو ګاونډیانو په پرتله د کمو افغانانو کوربه دی، افغانان په زوره شړي. راپور وایي چې په روان کال کې له تاجیکستان څخه ۱۳۰۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه کړل شوي، چې ۱۰۴۰ تنه یې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې ستانه شوي دي.
راپور وایي چې د افغان کډوالو په اېستلو کې هېڅ قانوني مراحل نه ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وايي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ستنېدو ته په کتو، دغه سازمان د ۲۰۲۵ کال لپاره د خپلو ۴۷۸میلیون ډالرو ضروري بودیجې څخه یې ۲۹ فیصده تمویل کړي.