د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبيو، د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع سره پداسې حال کې ولیدل چې د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو کلنۍ عمومي اسامبلې ته راټول شوي دي.
روبيو او الشرع د امریکا لومړیتوبونه په سوریه کې وڅیړل، هغه هېواد چې له یوولس کلنې کورنۍ جګړې، ترهګرۍ او تاوتریخوالي وروسته بیرته رغول کېږي.
روبيو په ټولنیزې شبکې "ایکس" کې په یوه خپاره کړي پوسټ کې وویل:
"ما د سوریې له ولسمشر الشرع سره د یوې باثباته او خپلواکې سوریې لپاره د ګډو موخو او د ټولو سوریایانو لپاره د امنیت او سوکالۍ د راوستلو پر هڅو خبرې وکړې."
نوموړي زیاته کړه: "موږ همداراز د ولسمشر ټرمپ د تاریخي اعلان له مخې د بندیزونو د نرمولو او د اسراییلو او سوریې تر منځ د اړیکو پر اهمیت هم خبرې وکړې."
د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې وویل چې ښاغلي روبيو او الشرع د ترهګرۍ ضد اقداماتو، د لاپته شویو امریکایانو د موندلو هڅو، او د اسراییل او سوریې تر منځ د اړیکو پر ارزښت خبرې وکړې، څو په سیمه کې پراخ امنیت تأمین شي.
الشرع، چې تېر کال د ډسمبر په میاشت کې د اسلامي یاغي ډلې له خوا واک ته ورسید، د تېرو څو لسیزو راهیسې به لومړنی سوریایي مشر وي چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي.
له دې وړاندې د دوشنبې په ورځ، روبيو همداراز د خپل هندي سیال، سبرامڼیم جې شنکر سره په نیویارک کې ولیدل، چیرته دواړه هېوادونه هڅه کوي د تعرفو پر سر شخړې حل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ښاغلي روبيو د هند او امریکا اړیکې ډېرې مهمې وبللې او د هندي حکومت د دوامدارو همکاریو ستاینه یې وکړه، چې پکې سوداګري، دفاعي چارې، انرژي، درمل، مهم معدني مواد او نور دوه اړخیز اړوند موارد شامل دي
همداراز، روبيو او جې شنکر موافقه وکړه چې هند او امریکا به د هند ارام سمندر په سیمه کې د آزادې او پرانیستې فضا د ودې لپاره یو ځای کار ته دوام ورکوي، په ځانګړې توګه د "کواد" له لارې، چې د استرالیا، هند، جاپان، او امریکا یو ګډ ایتلاف دی خپلو شریکو هڅو ته دوام ورکړي.
دا د امریکا او هند د لوړ پوړو دیپلوماټانو ترمنځ لومړۍ مهمه لیدنه وه له هغه وروسته وشوه چې واشنګټن پر هند د روسي تیلو د ارزانه اخیستو له امله ۲۵ سلنه اضافي تعرفې ولګولې.