د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکاف د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره په اورشلیم کې د غزې په اړه خبرې وکړي.
دا خبرې داسې حال کې تر سره کیږي چې د ۲۱ مياشتو راهيسې د اسرائيل او حماس جګړې په غزې کي بشري ناورین رامنځته کړی، چې اوس یې نړیواله اندېښنه راپورته کړې ده.
د نتنياهو د دفتر څخه د پنجشنبې په ورځ د دې ليدنې عکسونه او يوه ویډيو خپره شوه. دې ليدنې څخه وړاندې، يوه امريکايي چارواکي خبريالانو ته وويل چې ويتکاف به د اسرائيل چارواکو سره وويني ترڅو "د غزې د حالت د حل لپاره راتلونکي ګامونه وټاکل شي."
د نتنياهواو ښاغلي ویتکاف ليدنې کتنې څخه څو دقيقې مخکې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پر خپلې ټولنیزې شبکې باندې يو پوسټ خپور کړ چې پکې ويل شوي: "د غزې د بشري ناورین د پای ته رسولو تر ټولو چټکه لاره دا ده چې حماس تسليم شي او ورسره یرغمل نیول شوي کسان هم آزاد کړي."
ټرمپ او د هغه متحد نتنياهو څو ځلې د حماس ترهګرې ډلې نه غوښتنه کړې چې تسليم شي، وسله په ځمکه کېږدی او هغه پاتې یرغمل شوي زندانیان هم خوشي کړي چې دغې ترهګرې ډلې هغه مهال نيولي وو کله چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه نېټه د اسراييلو پر ضد جګړه پیل کړه.
تېره اونۍ دغو دواړو مشرانو د امريکا او اسرائيل استازو ته د قطر څخه د بیرته تګ امر وکړ، چې دوی په غزې ګې د يو موقتي اوربند د را منځ ته کولو دپاره په خبرو بوخت و ترڅو حماس ځينې یرغمل نیول شوي کسان خوشي کړي.
دوی حماس تورن کړ چې نامعقوله غوښتنې کوي او ژمنه يې وکړه چې د بديلو لارو چارو لټولو ته به دوام ورکړي ترڅو یرغمل نیول شوي کسان چې ځينې امريکاييان هم په کې شامل دي خوشي شي او جګړه پای ته ورسیږي.
ځينې لوېديځ هېوادونه د فلسطينيانو د حالت په اړه، چې په جګړه ځپلې سيمه غزې کې د خوړو له کمښت سره مخ دي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او له اسرائيل څخه يې غوښتي دي چې د بشري مرستو لپاره لاره هواره کړي.
اسرائيل په وروستيو ورځو کې موافقه وکړه چې د ملګرو ملتونو او عرب ګاونډيو هیوادونو څخه نورې مرستې د غزې خلکو ته ورسوي خو په عین وخت کې ددې بشري ناورین پړه پر حماس اچوي ځکه وایي دغه ترهګره ډله د ځان په ګټه د مرستو د ګرځولو اوږده سابقه لري.