له طالبانو سره دوه بندي بریتانویان خوشې شول

د بریتانیا حکومت د جمعې په ورځ، د سپتمبر په ۱۹مه، د یوې برتانوي جوړې پیټر او باربي رینالډز خوشې کېدل تائید کړل چې څه باندې اووه میاشتې د طالبانو په بند کې وو.

د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا د حکومت استازي، همیش فالکنر، په یوه بیان کې وویل چې د بریتانیا حکومت د دوی د توقیف له پیل راهیسې د هغوی د خوشې کولو لپاره سخت کار کاوه.

فالکنر وویل: "د قطر حکومت په دې قضیه کې مهم رول لوبولی دی، چې زه یې ډیره مننه کوم. قطر په منځني ختیځ او له هغې وراخوا د شخړو په منځګړیتوب کې مهم رول لوبوي. "

دغه بریتانوي ډیپلومات وویل "څرنګه چې په افغانستان کې د بریتانیا د قونسلګرۍ وړتیا ډیره محدوده ده، "خلکو ته مشوره ورکول کیږي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي".

۸۰ کلن پیټر رینالډز او ۷۵ کلنه باربي رینالډز چې شاوخوا نیمه لسیزه یې په افغانستان کې ژوند کړی او په کابل او بامیان کې یې د تعلیمي پروژو مدیریت کاوه، د روان کال د فبروري په میاشت کې د طالبانو له خوا ونیول شول، پرته له دې چې د دوی د نیولو دلیل روښانه شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم د دغې بریتانوۍ جوړې خوشې کېدل تائید کړل.

بلخي د جزئیاتو له ورکولو پرته په ایکس کې په یوه پوسټ کې لیکلي، "دوه تنه بريتانوي اتباع چې د افغانستان قوانين یې نقض کړي وو، له قضايي پروسې وروسته نن له بنده خلاص شول. "

بلخي په خپل پوسټ کې د ځانګړو جزئیاتو له ورکولو پرته لیکلي چې "د طالبانو حکومت د اتباعو مسايلو ته له سياسي او يا د معاملې له زاويې نه گوري." هغه د قطر له حکومت څخه هم مننه وکړه چې د دې بریتانوي اتباعو د خوشې کولو لپاره یې منځګړیتوب وکړ.

که څه هم طالبانو دا نه دي ویلي چې ولې یې پیټر او باربي څه باندې اوه میاشتې توقیف کړي وو، خو ځینو رسنیو داسې وړاندیز کړی چې دغه بریتانوي جوړه د ښځو لپاره د تعلیمي پروګرامونو د چلولو له امله توقیف شوې وو.

د پیټر او باربي رینالډز اولادونه بریتانوي رسنیو ته ویلي چې د دوی مور او پلار له افغانستان سره مینه درلوده او په ۱۹۷۰ کال کې یې په کابل کې واده کړی و.

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې واک ته ورسېدل، دې ډلې د نجونو لپاره منځني او لېسې ښوونځي وتړل. او بیا، د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې، طالبانو په پوهنتونونو او په لوړو زده کړو کې ښځې او نجونې له زده کړې منع کړې.

پیټر او باربي رینالډز یوازیني بهرني اتباع نه دي چې په تیرو درې نیمو کلونو کې د طالبانو لخوا نیول شوي دي.

دې ډلې په تیرو څلورو کلونو کې د کاناډا پخوانی سرتیری ډیویډ لاري، رایان کوربیټ، جورج ګلیزمن، محمود شاه حبیبي او ویلیم مک کنټي په شمول څو امریکایي اتباع نیولي دي.

لاوري، ګیلزمن، کوربیټ او مک کینټي د طالبانو په بند کې د څو میاشتو له تېرولو وروسته خوشې شول، خو محمود شاه حبیبي لا هم د ډلې په بند کې دی.