ولسمشر ټرمپ د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د امریکا تګلاره اعلانوي

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د مصنوعي ځیرکتیا په برخې کې د خپل حکومت ستراتیژي په ډاګه کړي چې څنګه امریکا په دې برخه کې د نړۍ مشري کولی شي.

په پام کې ده چې ښاغلی ټرمپ به د امریکا په پلازمینه، واشنګټن کې د انډریو ډبلیو میلون په تالار کې "د مصنوعي ځیرکتیا سیالۍ ګټل" تر سرلیک لاندې په غونډه کې وینا وکړي او د مصنوعي ځیرکتیا اړوند به اجرایوي فرمان به لاسلیک کړي.

په دې وینا کې به د ټرمپ د حکومت د مصنوعي ځیرکتیا د عمل پلان وړاندې شي، چې ولسمشر د جنورۍ په میاشت کې د خپلې ولسمشرۍ په پیل کې یې امر کړی وچې په راتلونکو شپږو میاشتو کې باید بشپړ شي.

د امریکا رسنیو د هغو سرچینو په حواله چې نومونه یې نه دي افشا کړي او د دې پلان بیاکتنه یې کړې، ویلي چې دا د ټرمپ د حکومت د مصنوعي ځیرکتیا اکثره مهمو اهدافو ته وده ورکوي. پدې کې په متحده ایالاتو کې د مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتي مرکزونو د جوړولو په وړاندې د نظارتي خنډونو لرې کول، د چین د مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوژۍ سره د ښه سیالۍ لپاره د امریکایی مصنوعي ځیرکتیا ټیکنالوژۍ صادراتو ته وده ورکول، او د فدرالي حکومت لخوا کارول شوي مصنوعي ځیرکتیا د ماډلونو څخه د افراطي چپ اړخي " ووک یا پارونکي" نظریې لرې کول شامل دي.

د سپینې ماڼۍ د ساینس او ټیکنالوژۍ د پالیسۍ د دفتر ویاندې ویکتوریا لاسیویتا د یادشویو رسنیزو راپورونو په ځواب کې یوه اعلامیه خپره کړه چې پکې ویل شوي، "د AI] عمل پلان [ به یو پیاوړی، مشخص او د عمل وړ د فدرالي پالیسي د لارې نقشه چمتو کړي چې په مطبوعاتو کې د ورکړل شویو توضیحاتو څخه وراخوا نور جزیات وړاندې کوي، او موږ یې ژر خپرولو ته سترګې په لار یو."