د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ هغه هېوادونه غندلي دي چې د امریکا د تکنالوژۍ شرکتونه او صنعت په نښه کوي.
ولسمشر ټرمپ د خپل ټروټ سوشل په حساب کې لیکلي دي چې «ډيجیټلي مالیات، د ډیجیټلي خدمتونو قانون او د ډیجیټل مارکیټ مقررات ټول امریکايي تکنالوژۍ ته د زیان رسولو او یا ورسره د تبعیض لپاره جوړ شوي» دي.
ښاغلي ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې دا اقدامات باید ختم شي.
هغه لیکلي دي چې دغو قوانینو او مقرراتو «په بې شرمۍ سره د چین د تکنالوژۍ لویو شرکتونو ته بشپړ لاسرسی ورکړی. دا باید ختم شي او هممدا اوس ختم شي. دغه حقیقت ته په کتو، زه ټولو هغو هېوادونو ته چې ډيجیټلي مالیات، مقررات، قوانین او اصول لري، خبرداری ورکوم که دا تبعیضي اقدامات ختم نه شي، زه به د متحدو ایالتونو د ولسمشر په توګه امریکا ته د دغو هېوادونو په صادراتو باندې اضافي او پام وړ تعرفې ولګوم او د خپلو ډېرو خوندي شویو تکنالوژۍ او چیپونو په صادراتو باندې به محدودیتونه لګوم.»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه ده چې امریکا او د امریکا د تکنالوژۍ شرکتونه نور د نړۍ لپاره «کوچنۍ خزانې» او «فرشونه» نه دي. هغه لیکلي دي: «امریکا او د امریکا د تکنالوژۍ فوق العاده شرکتونو ته درناوی څرګند کړی او یا یې په عواقبو فکر وکړئ.»
سره له دې چې ولسمشر ټرمپ د خپل ټروټ سوشل په پوسټ کې دکوم مشخص هېواد نوم نه دی اخیستی، خو داسې مهال یې دا خبره کړې ده چې اروپايي ټولنې نوي ډیجیټلي مقررات وټاکل چې د امریکا د ګوګل، اپل، میټا او مایکروسافټ په ګډون د امریکا د تکنالوژۍ شرکتونه مهار کړي.