د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د یو اجرايي فرمان په لاسلیک کولو سره په لاس انجلس کې د ۲۰۲۸ کال د المپیکي او پارا المپیک سیالیو د تنظیم او څار لپاره یوه کاري ډله جوړه کړه.
ولسمشر ټرمپ تېره ورځ د دغه فرمان د لاسلیک کولو په مهال وویل: «د لاس انجلس المپيکي سیالۍ به د امریکا لپاره یوه غوره شېبه وي. فوق العاده به وي.»
نوموړي ټېنګار وکړ چې «د المپیک د خوندیتوپ لپاره به له هر امکان څخه کار اخلو.»
ولسمشر ټرمپ په دې اړه وویل:«نن زه یو اجرايي فرمان لاسلیک کوم چې د ۲۰۲۸ کال د دوبي د المپیکي سیالیو لپاره د سپينې ماڼۍ یوه کاري ډله جوړوم، ټول فدرال حکومت به منظم کړي ډاډ ترلاسه شي، دا سیالۍ په خوندي او له کومې ستونزې پرته په بريالي ډول وشي. دا به فوق العاده وي.»
په اجرايي فرمان کې له کاري ډلې څخه غوښتل شوي دي، چې د ۲۰۲۸ کال د المپیکي سیالیو د امنیت او پلان جوړونې چارې تنظیمېې کړي.
سپینه ماڼۍ وايي چې په دغو چارو کې «د بهرنیو ورزشکارانو، روزونکو، مسئولینو او مطبوعاتي کسانو لپاره د ویزو او جواز د پروسې تطبیق کول هم شامل» دي.
په خپله ولسمشر دونالډ ټرمپ د دغې کاري ډلې مشر او مرستیال یې جي ډي وینس یې معاون دي. د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د کورني امنیت وزیره کریسټي نیوم او د دفاع وزیر پیټ هیګیسټ یې نور غړي دي.