ولسمشر دونالډ ټرمپ وايي چې متحده ایالتونه چمتو دی په روسیې باندې «لوی» بندیزونه ولګوي، که د ناټو ټول غړي هم همداسې بندیزونه پرې ولګوي او له روسیې څخه د تیلو اخیستل ودروي.
ولسمشر ټرمپ د خپل ټروټ سوشل په حساب کې لیکلي دي: «زه چمتو یم چې په روسیې باندې لوی بندیزونه ولګوم، خو کله چې د ناټو ټول دولتونه موافقه وکړي او همداسې بندیزونه پرې پيل کړي او له روسیې څخه د تیلو اخیستل ودروي.»
هغه لیکلي دي چې «د بري لپاره د ناټو ژمنه تر ۱۰۰فیصده کمه وه او د ځینو له لوري د روسیې د تیلو اخیستل ټکان ورکوونکي وو. دا کار د روسیې په اړه ستاسو د مذاکرې دریځ او د چانې وهلې ځواک کمزوري کوي.»
د انرژۍ او پاکې هوا د تحقیقاتو د مرکز د معلوماتو په اساس د ناټو غړې، ترکیه، له روسیې څخه د تیلو یوه لویه پېردونکې ده.
ټرمپ په وار وار ټېنګار کړی چې د اوکراین د جګړې ختمېدل غواړي او د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ د مخامخ خبرو غوښتنه یې کړې ده.
د یکشنبې په ورځ خبریالانو له ولسمشر ټرمپ څخه وپوښتل چې پوتین او زیلینسکي به سره وویني، هغه وویل چې د دواړو ترمنځ نفرت ډېر «ژور» دی او «نه پوهېږم، مجبور یم ټولې خبرې وکړم.»
تېره ورځ د اوکراین پوځ وویل، چې بې پیلوټه الوتکو یې د لینینګراد په شمال لویدیځه سیمه کې د روسیې د تیلو یوه لویه تصفیه خانه وېشتلې، او هلته اور بل شوی دی.
دواوړه خواوې په روانې درې نیم کلنې جګړې کې بې پیلوټه الوتکې کاروي. تېره اونۍ د پولنډ هوايي حریم ته له داخلېدو وروسته، د روسیې ځینې بې پيلوټه الوتکې ووېشتل شوې.