ټرمپ د کډوالۍ د مقرراتو د تنفید ادارې په ضد د مظاهرو په اړه غبرګون وښوده

د کالیفورنیا د ملي ګارد ځواکونه په لاس انجلس کې د مظاهره کوونکو په مخکې ولاړ دي

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د کالیفورنیا د لاس انجلس په ښار کې د مظاهرو د مخنیوي لپاره د ملي ګارد او ځانګړو سمندري ځواکونو د استولو د پرېکړې ننګه وکړه او ویې ویل چې «لاس انجلس به ازاد» کړي.

د لاس انجلس په ښار کې له څو ورځو راهېسې د کډوالۍ او ګمرکونو د مقرراتو د تنفید د کارکوونکو د اقداماتو په ضد، چې په ښار کې بې اسناده او ناقانونه کډوال نیسي او شړي، مظاهرې روانې دي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې حکومت به یې په بیساري شمېر(د ریکارډ په کچه) ناقانونه کډوال له هېواد څخه شړي. هغه د سه شنبې په ورځ په خپلو خبرو کې وویل چې «بې کنتروله مهاجرت د کړکیچ، بې نظمۍ او ګډوډۍ» لامل ګرځي.

سپينې ماڼۍ د کډوالۍ او ګمرکونو د تنفیذ ادارې ته هدف ټاکلی چې هره ورځ دې لږ تر لږه ۳۰۰۰ بې اسناده کډوال ونیسي.

په لاس انجلس کې د کډوالۍ او ګمرکونو د مقرراتو د تنفیذ ادارې د فعالیتونو له زیاتېدو وروسته، د جمعې په ورځ په دغه ښار کې مظاهرې پیل شوې.

له دغو مظاهرو څخه وروسته ټرمپ لاس انجلس ته د ملي ګارد د ۴۰۰۰ او د متحدو ایالتونو د ځانګړو سمندري ځواکونو د ۷۰۰ منسوبینو د استولو امر وکړ. هغه وویل چې دا اقدام به د «بهرني دښمن» لاس ته د لاس انجلس د غورځېدو مخه ونیسي.

د ملي ګارد ځواکونه دا صلاحیت نه لري چې خلک ونیسي، خو هغه خلک توقیف کولای شي چې په پولیسو برید کوي. دا ځواکونه همدغه راز د دولتي او فدرال ملکیتونو او تاسیساتو د ساتنې لپاره هم ګمارل شوي دي. رسنیو راپور ورکړی چې د ځانګړو سمندري ځواکونو غړي د مظاهرو په ورڅېرمه سیمو کې نه دې لیدل شوي .

کالیفورنیا والي ګوین نیوسم د سه شنبې په ورځ د ولسمشر ټرمپ د هغه اقدام په ضد قانوني دعوه ثبت کړه، چې د کالیفورنیا د ملي ګارد له ځواکونو څخه یې کار اخیستی او ویلي دي چې «دا اقدام د ایالت حاکمیت له خطر سره مخامخ» کوي.

د فدرال یو قاضي د کالیفورنیا ایالت هغه غوښتنه رد کړې چې وايي یو بیړنی حکم دې صادر کړي چې لاس انجلس ته د ټرمپ لخوا د ځواکونو د استولو مخه ونیول ونیسي.

خو، په کالیفورنیا کې دغه فدرال قاضي چارلس برییر ولسمشر ټرمپ، د دفاع وزیر پیت هګسیت او د دفاع وزارت ته ۲۴ ساعته وخت ورکړی چې د کالیفورنیا ایالت دې غوښتنې ته ځواب ووايي. قاضي برییر ویلي دي چې محکمه به په دې اړه د پنجشنبې په ورځ غونډه کوي.

دا ډول مظاهرې د تکساز ایالت د دالاس او استن، د جورجیا ایالت د اتلانتا، د نیویارک او نورو ښارونو کې هم شوي دي.