ټرمپ وايي شاید په امریکا کې د ټیک ټاک د نه بندولو پرېکړه وغځوي

شاید په امریکا کې د ټیک ټک د نه بندولو پرېکړه وغځول شي

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ جون ۱۷ (جوزا۲۷) وویل چې احتمال لري په متحدو ایالتونو کې ټیک ټاک د اپلیکیشن د نه بندولو پرېکړه وغځوي.

ټاکل شوې وه چې دا موده د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېږي، خو ولسمشر ټرمپ د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا موده به وغځوي، وویل: «هو، شاید.»

هغه وویل: «ښايي د چین تائید ترلاسه کړو، فکر کوم ترلاسه به یې کړو. فکر کوم ولسمشر شي [جینپینګ] به نهایتآ دا تائید کړي.»

متحدو ایالتونو د ملي امنیت په اړه د اندېښنو او دا چې په ټيک ټاک کې به د امریکایانو له معلوماتو څخه ناوړه استفاده وشي، د لږ وخت لپاره دغه اپلیکیشن، چې د یوې چینايي کمپنۍ ملکیت دی، بند کړی و.

د ټیک ټاک ادارې ویلي دي چې د امریکایانو معلومات به د چین له دولت سره نه شریکوي او نه به دا کار وکړي . دغې ادارې ویلي دي د کاروونکو د معلوماتو د خوندیتوب په هڅو کې یې ۱.۵ میلیارد ډالر لګولي او په دې اړه د متحدو ایالتونو د حکومت اندېښنه هېڅکله ثابته شوې نه ده.

د ټیک ټاک د بندولو قانون د ولسمشر ټرمپ د لوړې تر مراسمو یوه ورځ مخکې نافذ شو او ولسمشر له تحلیف وروسته یو اجرايي فرمان صادر کړ او دا پرېکړه یې وځنډوله.

نوموړي ټیک ټاک ستایلی و چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې له دې لارې ورته ډېر ځوان رایه ورکوونکي جذب شوي وو.

ولسمشر ټرمپ د اپریل په میاشت کې د ټیک ټاک لپاره بله موده وټاکله، هغه وخت هڅه کېده چې ټیک ټاک د امریکا د شتمنۍ برخه په امریکايي پانګوالو وپلورل شي. د چین په توکو باندې د ولسمشر ټرمپ له لوري د لوړو تعرفو له لګولو وروسته، بیجینګ څرګنده کړې چې د دغه توافق ننګه نه کوي.