ولسمشر ټرمپ په اوکراین کې روانې وژنې حماقت بولي

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر د ونالډ ټرمپ د اوکراین په جګړې کې روانې وژنې حماقت بولي او هیله یې وښوده چې پوتین او زیلینسکي په ګډه کار وکړي.

هغه وویل چې نه غواړي د دوی ترمنځ غونډې کې ګډون وکړي.

نوموړي ټېنګار وکړ چې دا دواړه مشران مخامخ سره وویني او د جګړې د ختمولو لپاره ګډ کار وکړي. لا د پوتین او زیلینسکي ترمنځ ملاقات ځای معلوم نه دی.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "موږ به وګورو. موږ به وګورو چې ایا پوتین او زیلینسکي به یوځای کار وکړي. دا یو څه د تیلو او د سرکې په څیر دی. دوی د څرګندو دلایلو لپاره ډیر ښه نه سره یوځای کیږي. خو موږ به وګورو. او بیا به وګورو چې ایا زه باید هلته اوسم یا نه. زه یې غوره نه ګڼم. زه دا غوره ګڼم چې دوی ملاقات وکړي او به وګورو چې دوی څنګه کولی شي. خو په عین حال کې، دوی جګړې ته دوام ورکوي، او دوی د خلکو وژلو ته دوام ورکوي، چې خورا احمقانه دی، ځکه چې دوی ۷۰۰۰ خلک له لاسه ورکوي. دوی په اونۍ کې ۷۰۰۰ زره خلک له لاسه ورکوي - د دې په اړه فکر وکړئ. دوی په اوسط ډول په اونۍ کې ۷۰۰۰ خلک له لاسه ورکوي چې اکثره یې سرتیري دي. نو موږ غواړو وګورو چې ایا موږ یې بندولی شو. ما اوه جنګونه بند کړي دي. زه غواړم دا هم بنده کړم.»

ولسمشر ټرمپ تېره جمعه د امریکا د الاسکا په ایالت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره ولیده او دواړو مشرانو دا ملاقاتو غوره وباله.

ښاغلي ټرمپ له دغه ملاقات څخه وروسته د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي او د اروپا له مشرانو سره ولیدل او د اوکراین جګړې د ختمولو په اوه ورسره خبرې وکړې. نوموړي وویل د پوتین او زیلینسکي ترمنځ غونډې په برابرولو باندې کار کوي.

روسیې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې یرغل پيل کړ. ولسمشر ټرمپ وویل که د دغو دواړو مشرانو ترمنځ ملاقات نتیجه ورکړه، بیا به یوه درې اړخیزه غونډه کوي، چې د امریکا، روسیې او اوکراین ولسمشران په کې ګډون کوي.