ولسمشر دونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې حماس ته څو ورځې وخت ورکوي چې له اسرائیل سره د دغې ترهګرې ډلې د تقریبآ دوه نیم کلنې جګړې د ختمولو د پلان په اړه ځواب ووايي. بیت المقدس او اتو عربو او مسلمانو هېوادونو د دغه پلان ملاتړ کړی دی.
ولسمشر ټرمپ، چې په سپينې ماڼۍ کې یې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې، وویل چې حماس ته به «تقریبآ درې څلور ورځې» وخت ورکړي چې خپل ځواب خپور کړي.
ټرمپ وویل: «ټول عرب هېوادونه (له دغه پلان سره) یو ځای شوي، مسلمان هېوادونه یو ځای شوي، اسرائيل هم یو ځای شوی. اوس یوازې حماس ته منتظر یو او حماس به یې یا مني او یا نه - که يې ونه منل، ډېر خواشینوونکی اختتام به وي.»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: «نو اوس د حماس لپاره ددې وخت رسیدلی دی چې ددغه پلان د شرطونو منلو ته حاضر شي، هغه شرطونه چې موږ نن وړاندې کړل. او بیا هم، دا هغه حماس نه دی چې موږ ورسره معامله کړې وه، ځکه چې زه فکر کوم له ۲۰۰۰۰ څخه زیات خلک وژل شوي. د دوی مشرتابه درې ځلې وژل شوی. په حقیقت کې تاسو د هغو خلکو په پرتله چې له تېرو څلورو او پنځو کلونو راهېسې موږ ورسره معامله کوو، له متفاوتو خلکو سره معامله کوی، هر چا خپله ونډه واخیسته او په ښه نیت میز ته راغلل. زموږ عرب او مسلمان متحدین بشپړ چمتو دي چې راشي او د غزې د خلکو او د ټولې سیمې د ګټې لپاره خپلې ژمنې پوره کړي. دوی حاضر دي او غواړي ډېر څه وکړي. رښتیا هم چمتو دي. ډېر ښه خلک په کې دي. هر څوک چې د تشدد او ویجاړتیا ختمېدل غواړي، باید متحد شي او له حماس څخه وغواړي چې دا خورا عادلانه وړاندیز ومني.»
د قطر د بهرنیو چارو وزرات ویاند ماجد الانصاري د سه شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د ټرمپ پلان به په «مسولانه» ډول مطالعه کوي. قطر له څو کلونو راهېسې د حماس د مشرانو کوربه دی.
نوموړي زیاته کړه: «اوس وختي ده چې د ځوابونو په اړه خبرې وکړو، خو موږ په رښتیا خوشبین یو چې دغه پلان، هماغسې چې مو وویل، هر اړخیز دی.»
قطر د هغو اتو عربو هېوادونو په ډلې کې دی چې د دوشنبې په ورځ یې په یوې اعلامیې کې د متحدو ایالتونو د دغه وړاندیز ملا وتړله.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپينې ماڼۍ کې د اسرائيل د صدراعظم په موجودیت کې خپل دا پلان اعلان کړ، بنیامین نتنیاهو دغه پلان د خپلې جګړې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره تائید کړی.
پلان له حماس څخه غواړي د [وړاندیز] له منلو کېدو څخه وروسته په ۷۲ ساعتونو کې دننه ټول ۴۸ یرغمل شوي پرېږدي. د دغه کار په بدل کې به اسرائيل د فلسطیني امنیتي بندیان خوشي کوي او خپل ځواکونه به له غزې څخه لږ د اسرائیل په لوري وخوځوي.
د پلان له مخې به د عربو او مسلمان هېوادونو د ثبات نړیوال ځواک سرتېرو ته دنده وسپارل شي، چې سمدستي حماس بې وسلې کړي، او اسرائيل به د بې وسلې کولو بهیر ته په کتو خپل نور ځواکونه هم له غزې څخه وباسي.
اسرائیل به همدغه راز له مصر او اسرائيل سره د غزې د سرحد په اوږدو کې یوه نرۍ تړانګه د امنیتي سیمې په توګه وساتي.
نتنیاهو له ټرمپ سره تر ملاقات وروسته په خپلې ټولنیزې شبکې کې یوه ویدیو خپره کړې او له ټرمپ سره یې خپل ملاقات عالي بللی دی او ویلي دي، چې ټرمپ ورسره ژمنه کړې،که حماس دا پلان رد کړ، د اسرئیل بشپړ حمایت به وکړي، چې د حماس پوځ ختم کړي.
نوموړي همدغه راز د فلسطیني دولت د جوړولو په اړه خپل مخالفت بیا څرګند کړ او ویې ویل چې دا کار به د ترهګرو لپاره یو انعام وي او د دې موضوع د درک له کبله یې د ټرمپ ستاینه وکړه.