ټرمپ : د غزې اوربند د پایښت هیڅ ضمانت نشته

غزې کې تر اوربند وروسته ګڼ شمیر خلک بیرت خپلو کورونو ته ستانه شوي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دوشنبه فبروري درییمه ( سلواغې ۱۵) ویلي چي په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د نازک اوربند د دوام "هیڅ ضمانت" نه شی ورکول کیدای.

ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو واشنګټن ته راغلی چې د غزې اوربند راتلونکي پړاو په هکله د امریکایي چارواکو سره وغږیږي.

ټاکل شوې چې نتنیاهو د سه شنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ سره وګوري. واشنګټن ته تر روانیدو وړاندې د اسرائیل مشر وویل چې پدې ملاقات کې به د حماس په مقابل کې د بري، ایران سره مقابلې کولو او ټولو برمته شویو کسانو خوشې کیدو په هکله وغږیږي.

سره لدې چې د امریکا مشر پدې هکله په خبري کنفرانس کې نور جزیات ورنکړل چې ولې په غزې کې د مصر، متحده ایالاتو او قطر په منځګړتوب د اوربند دوام ضمانت نشي ورکول کیدی خو د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي، سټیف ویټکوف بیا د دوشنبې په ورځ د نیتناهو سره تر ملاقات وروسته وویل، "یقیناً هیله مند یم چې اوربند به دوام وکړي".

د هغه اوربند پر بنسټ چې د حماس او اسرائیل ترمنځ له ۱۵ میاشتنیو جګړې وروسته ټینګه شوه، پریکړه شوې چې د اوربند په لومړیو شپږو اونیو کې د حماس له بند څخه ۳۳ اسرائیلي یرغمل‌شوي په مقابل کې د سلګونو فلسطیني زندانیانو خوشې کېدو ته لاره هواره شي. په دغو زندانیانو کې داسې کسان هم شته چې د اسرائیل له خوا د عمر بند سزا ورکړل شوې ده.

تر اوسه ۱۵ یرغمل‌شوي، چې په کې پنځه ټایلنډي کارګران هم شامل دي، د شاوخوا ۴۰۰ فلسطیني زندانیانو په مقابل کې تبادله شوي دي.

بلخوا حماس اسرائيلو ته ویلي چې د یادو ۳۳ یرغمل‌شویو له ډلې اته کسان مړه شوي دي. د حماس د بنديانو د معلوماتو دفتر وايي، د شنبې په ورځ د درې اسرائیلي یرغمل‌ شویو په بدل کې ۹۰ فلسطیني زندانیان خوشې کېږي، چې په کې نهه کسان د عمري بند سزا او ۸۱ نور د اوږدو بندونو باندې محکوم وو.

په غزې کې د اوربند په دویم پړاو کې به د پلان له مخې پاتې ټول برمته شوي کسان خوشې شي چې ښایي د دایمي اوربند لپاره به لار پرانیستل شي.

د حماس یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې منځګړو هیوادونو ته یې احوال ورکړی چې د اوربند دویم پړاو په هکله خبرو ته دا ډله چمتو ده.