ولسمشر ټرمپ په الاسکا کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له خبرو روسته نن دوشنبه وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د ختمېدو لپاره یو «معقول فرصت» موجود دی.
ولسمشر ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر سره د ملاقات په مهال دا څرګندونې وکړې. ټرمپ همدغه راز د یو شمېر اروپایي مشرانو سره، چې په دغو خبرو کې د ګډون لپاره واشنګټن ته راغلي، هم ملاقاتونه کړي.
ښاغلي ټرمپ، چې د زیلینسکي تر څنګ ناست و، وویل: «جګړه به ختمه شي. درته یې نه شم ویلای چې کله به ختمه شي، خو ختمه به شي، دا ښاغلی [زیلینسکي] یې غواړي چې ختمه کړي او ولادیمیرپوتین یې هم غواړي چې ختمه یې کړي. زه فکر کوم چې نړۍ هم له دې ستړې شوې ده او موږ به یې ختمه کړو. شپږ جګړې مې ختمې کړې. ما فکر کاوه چې دا به یې تر ټولو اسانه وي، خو اسانه نه ده، دا سخته ده.»
ټرمپ وویل که له زیلینسکي سره یې غونډه ښه وه، بله به درې اړخیزه غونډه وي، چې متحده ایالتونه، اوکراین او روسیه په کې وي. دواړو ټرمپ او پوتین د جمعې د ورځې غونډه ګټوره بللې ده.
زیلینسکي وویل چې درې اړخیزې غونډې ته چمتو دی، خو ویې ویل چې روسیې یې لا هم په هېواد باندې بریدونه کړي او نن هم چې واشنګټن ته راته، روسیې بریدونه کړي.
هغه وویل: «تر هر څه مخکې، تاسو پوهېږئ چې موږ تر برید لاندې ژوند کوو. تاسو پوهېږئ چې نن هم ډېر ډېریدونه شوي، ډېر خلک ژوبل دي، یو یو نیم کلن ماشوم هم په یو کوچني بمب سره وژل شوی. موږ باید دا جګړه ودرو، روسیه باید ودروو او موږ د خپلو امریکایي او اروپایي شریکانو مرستو ته ضرورت لرو. موږ درې اړخیزو خبرو ته چمتو یو. دا د درې اړخیزو خبرو لپاره یوه ښه نښه ده. فکر کوم دا ډېر ښه دی. »
تر دې مخکې ولسمشر ټرمپ ویلي وو چې د اوکراین ولسمشر «په سمدستي توګه دا جګړه ختمولای شي، که یې وغواړي».
نوموړي په خپل ټروټ سوشل کې ولیکل: «په یاد یې ولرئ چې دا څنګه پیل شوه. نه شی کولای چې د اوباما له لوري ورکړل شوې کریمیه بېرته ترلاسه کړئ [۱۲ کاله مخکې، حتی یو ډز هم ونه شو]، ځینې شیان هېڅ نه بدلېږي.»
ولسمشر ټرمپ تېره ورځ وویل چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه باید د سولې تړون له مخې ختمه شي.
هغه وویل: «زه فکر نه کړم چې اوربند ته اړتیا ولری. که تاسو هغه شپږ جګړې وګورئ، چې ما سږکال ختمې کړئ، هغوی ټول په جګړې کې وو. ما هېڅ اوربند نه دی کړی... زه په یو دلیل د اوربند نظریه خوښوم: ځکه چې تاسو سمدستي د خلکو وژل بندوئ.»
په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ د جمعې د ورځې له غونډې وروسته د بریتانیا، جرمني، فرانسې، ایټالیا، فینلنډ، ناټو او اروپايي کمېسیون له مشرانو سره لیدلي دي. هغه وویل د اروپايي مشرانو په کوربتوب ویاړي.
هغه په ټروټ سوشل کې ولیکل: «موږ هېڅکله هم په یو وخت کې دومره اروپايي مشران دلته نه لرل. دا د امریکا لپاره یو ویاړ دی. راځئ وکورو چې نتیجه به یې څه وي.»
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني چانسلر فریدریک میرز تر درې اړخیزې غونډې مخکې د اوربند غږ کړی دی. میرز وویل: «موږ ټول اوربند غواړو.»